د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د افغانستان د سولې هدف یوازې د پاکستان مسوولیت نه دی بلکې د ټولو نفوذلرونکو ګډ مسوولیت دی.

ښاغلي قریشي پرون /شنبه/ د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، د امریکا د متحدو ایالتونو، د افغانستان د حکومت او د سیمې د نورو هیوادونو په شمول ټول نفوذلرونکي باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپل رول ولوبوي.

قریشي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د دغه هیواد د پوځ ویندوی اصف غفور او دغه راز په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله  وویل چې که هند پر پاکستان حمله وکړي د افغانستان د سولې پروسه به زیانمنه شي.

څرګنده نه ده چې د ښاغلي قریشي اشاره څه ته ده خو د هند له حملې سره د افغانستان د سولې له مشروطولو سره د دغه هیواد د چارواکو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې قریشي له امریکا ضمانت غواړي چې هند به د کشمیر د پلوامې د حملې غچ نه اخلي.

د پلوامې په ځانمرګي برید کې ۴۱ هندي سرتېري ووژل شول چې په هند کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *