همایون بابر-

یاده ټولنه د کندوز میشتو ځوانو ادب پالواو فرهنګپالو په هلوځلو سره د نن نه  اته کاله پخوا جوړه شوي، چې هرکال دهیواد په کچه  د ریدي ګل کلنۍ مشاعره اوهمدغه راز اونېزه مشاعره ترسره کوي.

د پسرلې ادبي او کلتوري ټولنه د ځوانانو شاعرانواو لیکوالانود استعدادونو په رشد کې هڅانده رول لوبوي.

د پسرلي ټولنې مشر عزت الله پامیر د یادې ټولنې اته کلن ادبي یون مثبت وباله اود خپلو لاسته راوړنوپه برخه کې يي یادونه وکړه چې ټولنه يي هرکال د هیواد په کچه د ریدی ګل کلنۍ مشاعره اوځینې نوري فوق العاده غونډي او اونییزې مشاعرې جوړوي، چې دغه ډول غونډی يي ادبی درسونو،کره کتنې او آزادې مشاعرې ته ځانګړې کړي وی.

1 پامیر زیاته کړه نږدي راتلونکې کې په پام کې لري چې د شپون په نوم یوه ادبی اونیزه له چاپه راوباسي، هغه همدغه راز وویل،(( د میرمنو لپاره د ادبی غونډي اوبهیر جوړولولپاره يي هم تابیا کړي چې غونډی به يي ډیر ژر  پيل شي. ))

بلخوا د امام صیب ولسوالۍ د فرهاد ادبي اوکلتوري ټولنې مخکښ شاعر محمد اسماعیل روښان وايي امنیت يي د ادبي فعالیتونوپه مخ کې  خنډ دی.

 هغه وايي ((پخوا چې طالب او اربکې نه وو ادبي فعالیتونه ښه روان ؤ.))

همدغه راز روښان زیاتوي په کندوز کې د کتاب لوستلو سره د ځوانانو مېنه ترپخوا کمه شوي اوپه نش حساب ده.

11په کندوز کې د پسرلې ادبي او کلتوري ټولنې غونډي ته ځینو دولتې ادارو چارواکو،یوناما استازي اومدنې ټولنو استازی هم راغلې وو.

همدغه راز د ټولنې یوبل غړي غلام حیدر حیدر وویل، پخوا يي د ځای ستونزي وه چې اوس حل شوي خو دمګړې د کتابتون او د کتابونو نشتوالي ستونزي سره مخ دی حیدر زیاته کړه، (( یوشمیر ځوانان د کتاب لوستلو سره مینه لري، خوپه کندوز کې داسې کتابتون شتون نلري چې د چا تنده ورباندي ماته شي.))

که څه هم په وروستیو کې ځوانانود کتاب لوستلوپرځای  نوی ټنکالوژي تولیداتو ته مخه کړي خو ترڅنګ يي په کندوز کې داسې کوم کتابتون شتون نلري چې د لوستونکیو د اړتیا وړ کتابونه چمتواودهغوي د کتاب لوستلو تنده ورباندي ماته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *