د ږوب ځوان، تکړه، هڅاند، خوږ ژبي با استعداده شاعر او ليکوال امداد الله امداد د دوشنبې په ورځ د ورپېښي ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټي کړې. امداد له ډېري مودې راهيسې د سرطان په ناروغۍ اخته و.

د خراسان ادبي کاروان مشر محمد‌‌‌‌طاهرهوتک، اخترمسرور، رفيع الله مندوخېل، ميرحسن اتل، بشرمل ناصر، رحمت زلمي، شهيم کاکړ، مرستيال، ګران ولات، زيارکښ مندوخېل او نورو ملګرو د نوموړي په مړينه ژور خفګان څرګند کړی دی.

بادار دي ارواښاد ته جنت فردوس او کورنۍ ته دي د زړه صبر ورکړي.

((عکس: له استاد حبيب الله رفيع سره په پېښور کې))

 رفيع الله مندوخېل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *