خبر پاڼه
د دوشنبې پر ورځ د کابل په انټر کانټینېټل هوټل کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو لوی ریاست لخوا د یوسلو شلو ولسوالیو د ښاروالانو دوه ورځنی ملي کنفرانس پیل شو.
په دې کنفرانس کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي، د ښاروالیو لوی رییس عبدالباقي پوپل، د دې ادارې یو شمېر چارواکو، د افغانستان د ۱۲۰ ولسوالیو ښاروالانو او د مرستندویه ادارو استازو ګډون کړی و.
کنفرانس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو لوی رییس عبدالباقي پوپل په وینا پرانېستل شو. نوموړي په خپله وینا کې وویل، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ولسوالیو ښاروالان په یوه ملي کنفرانس کې سره را غونډېږي. هغه زیاته کړه، د دې کنفرانس د جوړلو مهم هدف دادی، چې د ولسوالیو په کچه د ښاروالیو ستونزې تشخیص او د حل لپاره یې اساسي لارې چارې ولټول شي. پوپل له ښاروالانو غوښتنه وکړه، چې د کنفرانس په ترڅ کې خپلې تجربې له یوه بل سره شریکې کړي.
ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي خبرې وکړې. نوموړي دا کنفرانس د ښاروالیو د ښارونو د انکشفاف، د ولسوالیو په کچه د ښاري خدمتونو د بهترۍ او د حکومتوالۍ په چارو کې د خلکو د را ګډولو لپاره ښه فرصت وباله. نوموړي وویل، ددې کنفرانس په ترڅ کې به د ولسوالیو ښاروالانو ته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او پروګرامونو د متحویاتو په اړه هم معلومات ورکول کېږي. ماموندزي د ولسوالیو ښاروالان په سیمو کې د حکومت هغه استازي وبلل، چې کولای شي د ښو خدمتونو په عرضه کولو سره د ولس او دولت ترمنځ واټن نور هم کم کړي. دده په خبره که د ولسوالیو ښاروالان په موثره توګه خپل کارونه پر مخ بوځي، کولای شي چې د سیمه ییز انکشاف لپاره د ولسوالیو د ښاروالیو عواید په پام وړ توګه لوړ کړي او له دې اړخه ښاروالۍ په خپلو پښو ودروي. ماموندزي ومنله، چې په سیمه ییزه کچه د انکشاف لپاره منابع کم دي، خو د ده په خبره دا کنفرانس د دې لپاره هم ښه فرصت دی، چې له موجودو سرچینو د اغېزناکې استفادې په اړه بحث وشي.
د کنفرانس د لومړۍ ورځې په دویمه نیمایي کې د ښاروالیو لوی ریاست د کارکوونکو لخوا ښاروالانو ته یو شمېر لار ښود پرېزېنټېشنونه هم وړاندې شول. د کنفرانس د لومړۍ ورځې غونډې د ماځیګر تر څلورو بجو دوام وکړ.