تاند- په داسې حال کې، چې یو شمېر خلکو د نوبل د سولې د جایزې لپاره د ټولنیزو رسنیو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین لپاره کمپاین پیل کړی، د پاکستان صدراعظم وايي، دا جایزه باید هغه چا ته ورکړل شي چې د کشمیر مسله حل کړي.

پاکستان له هند سره د کشمیر مسله ناحل شوې بولي او ادعا لري چې د هند کشمیر غضب شوی خو خپل کشمیر یې ازاد دی.

وروسته له دې چې پاکستان د هند یو پېلوټ خوشي کړ، د پاکستان پارلمان عمران خان ته د نوبل د جایزې د ورکړې غوښتنه وکړه خو ګڼ شمېر پښتنو بیا د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین د نوبل د جایزې مستحق بللی چې په تش لاس یې د لسګونو زرو بېګناه بې درکه کړای شویو د خلاصون اواز پورته کړی او په عین حال کې یې د لسګونو زرو نورو د بې درکه کېدو مخه نیولې ده.

دوی لیکلي«موږ د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتین د ۲۰۲۰ د نوبل جایزې ته نوموو.

دی په پاکستان کې د زرګونو بې درکه شویو غږ اوچتوي، دی د سولې غږ پورته کوي. ده د بې محاکمې وژنو او د پښتنو په سیمو کې د جګړې پر ضد د عدم تشدد غورځنګ پیل کړی دی.»

د منظور پښتین لپاره د کمپاین پاڼه

په تېرو نژدې دوو کلونو کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شوی، سره له دې چې دې غورځنګ له تشدد څخه کار نه دی اخیستی او د قانون په چوکاټ کې یې غوښتنې کړي، په ځلونو یې غړي نیول شوي او شکنجه شوي دي.

6 thoughts on “عمران خان که منظور پښتین د نوبل د جایزې مستحق دی؟”
  1. هوکې ،
    که داجایزه د سولې لپاره وي ، ځوان او ملي مشر منظور پښتین د زرګونو کسانو د ورکېدو او وژل کېدو د مخنیوي لپاره مبارزه کوي .
    که د وژنو لپاره وي بیا عمران خان به ولې د نوبل جایزې ته نه کاندید کيږي چې د فبرورۍ په 15 یې د هندې کشمیر په لوامه سیمه کې د خپل لاسپوڅي جیش محمد په لاس 46 هندي ملیشه پولیس ووژل.

  2. که چیرته د نوبل د جایزې ورکړه سیاسي اړخ او دروغجنه ډرامه نه وي نو باید منظور پښتین ته ړرکړله شی، که عمران خان یی مستحق و بلل شی بیا نو ټړل تروریستان هم ددې جایزې حق دار بولم

  3. په دې دواړو کښې يو هم ده نوبل ده جائزې حقدار نه دې پشتين ده پښتنو قام يوې نوې غمېزې سره مخامخ کول غواړي او عمران خان چه ده خپلو مخالف سياستوالو سره ناروا چلند کوي او په رسنيو کښې چه ده هغوئ په خلاف کومې سپکې سپورې وائی هغه ډيرې بدې لګيږي او ده پاکستان سياسی نظام ته ګواخ پيخوي. ده دغې وجې دا دواړه ده جائزې اهلييت نه لری .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *