په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني، د ملي امنیت رئیس، امنیه قوماندان، ولسوالانو، مشرانو او ځوانانو برخه اخیستي وه.
پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د ولایت او ولسوالیو په کچه د یادو کمېټو جوړېدل اړین وبلل او زیاته یې کړه چې په دې سره به د ولسي تړون کارونه منظم او ګړندي شي.
نوموړي زیاته کړه، د ولسي تړون پروګرام ځکه مهم دی چې د خلکو اساسي ستونزې درک کیږي او په وخت سره د حل لارې ورته لټول کیږي.
پکتیکا والي ولسوالانو ته سپارښتنه وکړه چې د ولسوالیو په کچه کمېټې د وړتیا په اساس وټاکي او داسې څوک انتخاب کړي چې ښه کاري وړتیا ولري څو ولسونو ته ریښتینی خدمت وکولای شي.
نوموړي له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ولسي تړون په چوکاټ کې ټول پروګرامونه په پوره کاري ژمنتیا سره سرته ورسوي او په دې برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست رئیس انجینر مؤمن د یاد ریاست په چوکاټ کې د ولسي تړون پروګرام تشریح کړ او ددغه پروګرام په ګټو یې خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، له ولسونو سره په همکارۍ ولسي تړون مدیریتي کمېټو جوړولو په برخه کې پوره مسؤلانه چلند وکړي او دا ستر مسؤلیت به با احساسه خلکو ته وسپاري.
هغه وویل، یاد پرورګرامونه د ټولنیزې اقتصادي کچې په لوړتیا کې اهم رول لري او په وینا یې په بېلابېلو برخو کې د خلکو اساسي ستونزې حل کوي.
د یادونې ده، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ولسي تړون پروګرام د پکتیکا په مرکز ښرنه، سرروضه، یحی خېلو او جاني خېلو ولسوالیو کې فعالیت کوي او ګڼ شمېر پروژې تر کار لاندې دي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر