لومړی په دې فکر کې وم چې کله به یې ولیکم ټوله ورځ به بېکاره وم، خو بیا هم ځان سره به مې ویل چې هر کله بېکاره شوې بیا یې ولیکه په خپلو لیکنو باوري نه وم یوه موضوع به مې په ذهن کې راجوړه کړه بیا به مې له ځان سره ژمنه وکړه چې په دې موضوع به نن شپه لیکل کوم کله ،چې به شپه شوه، نو ددې جرات مې نه کاوه چې قلم او کاغد راواخلم لیکنه پیل کړم، په ذهن کې به مې داسې خبرې راتلې، چې ته لیکوالي نه شې کولی کوم چټــــیــات ونه لیکې ټول خلګ به درباندې وخاندي کله چې مې د بکس کشک وازاوه بیا بیا به مې ذهن کې داسې منفي فکرونه راتلل چې نه شې کولی خو بیا هم زه قوي شم له منفي فکر نه مې، کتابچه مې راواخيستله ترمخه مې کېښوده څو پاڼې مې ورته خلاصې کړې پرسپينه پاڼه مې قلم ته زور ورکړو ومې لیکل نامرده ژوند چې دغه موضوع په ذهن کې پخه کړې وه دا موضوع زما یوه ترخه خاطره وه لومړۍ لیکنه مې د سور رنګ په قلم پیل کړه، د هر ې یوې جملې په لیکلو به مې یوه دمه کوله د ستړيا احساس مې کولو د چای ډکه پیاله مې ترڅنګ ایښې وه په هره دمه کې به مې له ځان سره ویل ولیکه اخیر به د لیکوالۍ په اصولو ځان پوه کړې، لیکوالي چا د مور په ګېډه کې زده کړې نه ده ځان ته به مې ډاډ ګیرنه ورکوله، خو بیا هم د دې جرئت مې وکړو چې د کتابچې سپينه پاڼه مې په لیکلو سره کړه. چې وايي (بنویس بنویس تا کی شوي خوش نویس) ریښتا هم که موږ هره روځ یوه لیکنه یا د خپل خواږه او ترخه خاطره ولیکئ زه ډاډ درکوم چې په راتلونکي کې به یو ستر لیکوال درنه جوړ شي. کوم نوي لیکوالان چې اوس لیکنې کوي هرومرو نیمګړتیاوې لري خو د وخت په تېرېدو سره بیا نیمګړتیاوې له منځه ځي.
کله چې د ادبیاتو محصل ته وایې چې لیکنه کوه هغه درته وايي څه ولیکم یا له کومه ځایه يې پیل کړم، نو هغوی ته په کار ده چې هره ورځ دې یوه لیکنه وکړي کومه موضوع چې ورته په یاد ده. کولی شي چې په هر څه باندې لیکنه وکړي. دوی ته لومړی دا په کار ده چې نورو لیکوالانو لیکنې دې مطالعه کړي هغه څوک ښه لیکنه کولی شي چې ډېره مطالعه ولري ترټولو اړین کار مطالعه ده تل داسې فکر کوئ چې زه لیکوالي کولی شــم هغه د زړه درزا او وېره مو له ځانه لرې کړئ قلم راواخلئ همدا اوس یوه لیکنه وکړئ. د وطن ناوړه دودونو او ناخوالو ته انعکاس ورکړئ.