تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په ځیر څاري او د دې خبرو ملاتړ کوي.
سرګی لاوروف پرون /دوشنبه/ په دوحه کې د قطر له باندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان بن جاسم الثاني سره په کتنه کې د طالبانو او امریکایانو روانو خبرو ته په اشاره وویل، «باید په دې برخه کې سیالي ونه کړو ځکه چې روسیه، امریکا او د سیمې نور هیوادونه له افغانانو سره مرسته کولی شي چې د سولې خبرې بیل کړي.»
لاوروف له خپل قطري ساري سره په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان مسله یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي.
ده زیاته کړه«موږ د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو د استازو خبرې په ځیر څارو. په دې برخه کې باید سیالي سره ونه کړو، خو هلې ځلې باید سره شریکې کړو.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې روسیه او امریکا باید په افغانستان کې له یو بل سره منفي سیالي ونه کړي بلکې په خپل منځ کې همږغي ډېره کړي.