کله، ممکن نقد له کرکې و تعصب څخه پیدا شي؛ خو کله بیا له ډېرې مینې. دا نقد ممکن زما د مینې او خلوص ښکارندوی وي. ډېر وخت مخکې په یو ادبي مجلس کې ملګرو شعرونه سره تبادله کول، زه او یو څه ملګري له دې مجلس نه لږ څه لرې ناست وو، یوه ملګري ووېل د مولانا بسمل نوی بیت دی.
زه خپله د بسمل صېب شعرونو ته ډېر لېوال یم؛ ما غږ پرې وکړ: ویې وایه.
شمعې پتنګ په تا مین نه دی ساړه یې کیږي = سهار خو نه درځي چې نه دي وي لمبه په اوږو
مضمون یې ښکلی دی، ممکن زما نقد ته مولانا ځواب ولري او ما مطمین کړي؛ خو فکرونه مختلف لرو.
د سېکون فرویډ خبره اکثره نقدونه د سوچ و فکر له وجې وي، زه ورسره دا خبره تاییدوم او دا هم وایم: چې د فکر نقد تر یو حده څېړل شوی وي، خو علمي نقدونه چې زه لولم که څه هم لوړو سویو لیکلي وي خو قانع کوونکي نه وي.
د مولانا په دې هندي سبکي شعر کې دعوه شوې چې شمعې! پتنګ په تا نه دی مین بلکې یخ نیولی وي چې تاته راشي، سهار ځکه نه درته راځي چې ستا لمبه تته وي.
دا بیت تر یو وخته خاص دی چې ژمی دی، په اوړي کې هم ممکن خلک د برق د نه شتون له امله یا د خوشحالۍ په پار شمعه ولګوي، مین خو په هر وخت کې خپلې محبوبې ته حاضر وي، دا نه ګوري چې یخ دی، که اوړی. لمبه د شمې ښایست دی، که د پتنګ ساړه کېدلائ نو اورونو خو د خدای زور دي، که شمعه نه وای ممکن داسې ښایست لمبې نه وای خپل کړئ. که انسان نه وای د محبوب رخسار، زلفې، اننګي به کوم شاعر ستایل؟! که یو شاعر د محبوب زلفې وستایي، مونږ نه شو ویلای چې دا د محبوب په زلفو مین دی، نه په محبوب. د محبوب مړینه یا زړښت ممکن د مین عشق سوړ کړي؛ ځکه دا د شهوت و مینې تقاضا ده؛ همداسې د شمعې مړینه هم د پتنګ عشق کې درځ راوستی شي..