په هلمند کې د توحيد د ټولنيزو چارو مؤسسې لخوا د پوځي شهيدانو د کورنۍ ۲۰۰ غړيو ته پيل شوې درې مياشتنی د حرفوي زده کړو پروګرام پای ته ورسېد.

په فارغو کسانو کې چې ۶۰ تنه يې مېرمنې دي د نظري او عملي زده کړو سربېره په اړوند حرفو کې د کاروبار لپاره ټول تخنيکي سامانونه او آلات هم ورکول شول. دتوحید د ټولنیزو او پرمختیایی چارو بنسټ مشر وحیدالله الفت وویل: د حرفوي زده کړوپیل شوي درې میاشتني پروګرام کي فارغو زده کوونکوته دمجربو ښوونکو لخوا د نجاری، خیاطی، جنراتور، واټرپمپ، او ګلدوزۍ برخو کښې روزنه ورکړل شوي، چی په خبره یی اوس دا کسان کولی شي د کورنیو اړتیاوي له همدې لاري حل او خپل اقتصادی وضعیت پیاوړی کړي.

وحیدالله الفت له ولایت مقام اونورو دولتي ادارو غوښتنه وکړه چي دحرفوی زده کړو فارغه زده کوونکو ته د کار فرصتونو په رامنځته کولو کي همکاري وکړي.

د حرفوی زده کړو یوشمیر فارغه ښځینه اونارینه زده کوونکو د خبروپرمهال له هلمند والي څخه په مننې وویل چي اوس دوی کولی شي دترلاسه کړو حرفوي زده کړو پرمټ دخپلوک ورنیو اقتصادي ستونزي ترډيره راکمي کړي. خوغوښتنه يې وکړه چی نورهم باید دبې وزله، شهیدانو، اومعلولینوکورنیوغړوته داډول ګټورپروګرامونه په لاره واچوي.

هلمندوالي تورنجنرال محمدیاسین خان فارغه کسانوته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ ژمنه وکړه چي ولایتې اداره به د بې وزله، شهیدانو، اومعلولینو د کورنیو لپاره داقتصادي ستونزو د راکمولو او د هغو دحقونو خوندیتوب برخو کې لازمي هڅي ترسره کړي.

ښاغلي یاسین خان وایی: د دا ډول کورنیولپاره به دمرکز ترڅنګ په ولسوالیوکي هم ورته ګټورو پروګرامونو تطبیق ته زمینه برابره کړي. هلمند والي زیاته کړه: «دشهیدانو د وارثینو لپاره یې د سرپنا برابرولو لاره کي یې هم هڅی پیل کړي اوپردې کارکوي ترڅو هغه دهیواد او ولس د خدمت لاره کي دتللو شهیدانو د کورنیو پاته غړیو ته دهوسا او آرام ژوند زمینه برابره کړي.»

د غونډې په وروستيو کې فارغو زده کوونکو هلمند والي ته په خپل لاس جوړ شوي توکي ‌ډالۍ کړل او ورپسې په فارغو کسانو بری ليکونه او اړوند توکي وويشل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *