ارشیف

تاند- په جلال اباد کې پر یوه خصوصي تعمیراتي شرکت د وسله والو ترهګرو حمله د څه باندې ۲۰ تنو له وژل کېدو وروسته پای ته ورسېده.

راپورونه وايي چې نن سهار څو ترهګرو د جلال اباد هوايي ډګر ته نژدې پر یوه خصوصي تعمیراتي شرکت ډله ییز برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دغه شرکت ۱۶ کارکوونکي شهیدان شوي دی.

همداراز د شرکت ۱۰ نور کارکوونکي ژوبل شوي دي.

جګړه هغه مهال پای ته ورسېده چې افغان امنیتي ځواکونو په دې برید کې ۵ تنه شامل ترهګر ووژل.

تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفو ډلو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې لومړی دوو انتحاریانو د سهار په ۹ بجې ځانونه والوزول، ورپسې نورو هڅه وکړه چې ساختماني شرکت ته ننوځي.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا درې نور ترهګر د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په ډزو ووژل شول.

2 thoughts on “په جلال اباد کې وسله والو حمله د څه باندې ۲۰ تنو له وژلو کېدو وروسته پای ته ورسېده”
  1. دا ګلبدین خو دی یوه فتوا د پاکستان په ضد ورکړی چی نور بس دی که جاسوس نه وی خاین نه وی په دی ملک خفه کیری

  2. ټالیبان به نن بیا خوشحاله وي چې لږ ترلږه 16 کسه مسلمانان مو ووژل.
    د دوي چې د اسلام او مسلماني دعوه کوي او د هغوي چې د مسلمانانو عقیدوي مخالف او دښمن دی ، څه فرق دی ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *