تاند- د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د هلمند په ښوراب کې پر ۲۱۵ اتل قول اردو د حملې یو اصلي طراح یا پلان جوړوونکی وژلی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ریاست ځانګړو ځواکونو د نوزاد ولسوالي په مربوطاتو کې عملیات وکړل چې په لړ کې یې پر اتل قول اردو د حملې یو اصلي پلان جوړوونکی وواژه او ۷ تنه نور یې ونیول.

د ملي امنیت عمومي ریاست د نیول شویو کسانو نومونه ګل اغا د نورمحمد زوی، محمد رضا د ګل محمد زوی، نعمت د مجنون زوی، محمد صادق د حاجي امان الله زوی، عبدالبصیر د نعمت زوی، عصمت الله د حاجي محمد شاه زوی او خان محمد د لعل محمد زوی ښودلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست همداراز ویلي چې خاصو ځواکونو یې د عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه وسلې هم ترلاسه کړي دي.

طالبانو تراوسه پورې د ملي امنیت د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دې ډلې تېره اوونۍ (د مارچ لومړۍ) په ښوراب کې د ۲۱۵ اتل قول اردو پر اډې برید وکړ او ۲۳ تنه یې ووژل.

دې برید شاوخوا ۳۵ ساعته یې دوام وکړ.

طالبانو ویلي چې په قول اردو کې یې شاوخوا ۲۰۰ پوځیان وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *