تاند- په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان وايي، د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ولسمشر ټرمپ له پلان سره سره امریکايي پوځیانو ته تراوسه پورې امر نه دی شوی چې له افغانستانه ووځي.
جنرال جوزیف ووټل د کانګریس د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، د ځواکونو د ایستلو ورته نه دي ویل شوي. د هیڅ شي د ایستلو امر نه دی شوی.
ده همداراز له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه وویل چې باید له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه شرایطو ته په کتو د وشي. یعني په سیاسي برخه کې له پرمختک وروسته. په افغانستان کې سیاسي شرایط اوس داسې نه دي چې امریکايي پوځیان له دې هیواده ووځي.
امریکا حاضردمه په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخته ده او د افغانستان حکومت په دې خبرو کې ګډون نه لري.
طالبان ټینګار کوي چې یوازې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو ږغېږي خو امریکا وايي چې باید د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته شرایطو باندې هم موافقه وشي.
ووټل، چې پرون د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ویل، ټینګار وکړ چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني سره له دې چې په ښکاره د امریکا او طالبانو ترمنځ پر خبرو اندېښنه ښودلې، عملاً د هغو ملاتړ کوي.
جوزیف ووټل د امریکا د کانګریس د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته د سوال او ځواب په غونډه کې وویل«دا زما نتیجه ګیري ده، له زلمي خلیلزاد سره مې له نژدې خبرې کړي او هغه له ولسمشر غني سره په منظم ډول مشورې کوي، بشپړ معلومات ورکوي او په حقیقت کې دا خبرې د ولسمشر غني په ملاتړ پیل شوي او هغه ترې خبر دی.»