د مارچ د اتمې په مناسبت
په ۱۹۹۶ م کال کې یوې بریتانوۍ ښځې د خپل لومړنی کتاب لیکنه بشپړه کړه د کتاب قصه د یو ځوان هلک په اړه وه کوم هلک چې وموندله دی د جادو ځانګړی قدرت او توان لری. لیکوالې وغوښتل تر څو خپل کتاب چاپ او خپور کړی نو کتاب يې د نشراتو کمپنۍ ته وړاندې کړ چاپوونکو هم کتاب خوښ کړ، هغوی فکر وکړ چې ځوانان او پیغلې به د دغه کتاب له لوستلو خوند واخلی. خو هغوی ستونزه درلوده او فکر یې نه کولو چې ځوانان به داسې یو کتاب اخلی چې د یوې ښځې له خوا لیکل شوی وی نو له دې وجې ناشر/خپرونکي له لیکوالې څخه وغوښتل چې خپل نوم تغیر کړی.
دا هغه کیسه ده چې څنګه جوون رالینګ په جي کي رالینګ بدله شوه
دا هماغه د کولال لوټلو او د فیلسوف تیږه (Harry potter and Philosopher’s stone) کتاب وو چې د هاری پوټر مجموعې/سیریز لومړنی کتاب شمیرل کیږی. له هغه وخت راهیسې خلکو نږدې ۴۰۰ میلیونه ټوکه د هاری پوټر کتابونه رانیولی دی. که ریښتیا ووایو رالینګ د تاریخ په اوږدو کې لومړنۍ ښځه وه چې د کتاب له لیکلو یې یو میلیارد «۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰» ډالره لاس ته راوړل ولې رالینګ هغه لومړنۍ ښځینه لیکواله نه وه کوم چا چې خپل نوم بدل کړ تر څو خپل جنسیت پټ وساتي.
د لیکوال مستعار نوم (Pseudonym) د لیکوال اصلی نوم نه دی دا هغه نوم دی چې لیکوال یې خپله ټاکي، لیکوال د ګڼو مختلفو عواملو له وجې د لیکوالۍ مستعار نوم کاروی. زیاتره لیکوالان غواړي په آسانۍ سره خپل اصلي نوم پټ وساتي نور بیا غواړي له دې وجې د لیکوالۍ مستعار نوم وکاروي او فکر کوي تر څو لوستونکي په ښه توګه د دوی لیکنې ومني. د مثال په توګه ځینې کتابونه زیاتره د هغه چا په واسطه لیکل کیږی چې اکثراً د یو جنسیت درلودونکي (نارینه) وی، او یا هم د هغه خلکو له خوا لیکل کیږی چې د یو مشخص فرهنګ درلودونکی وي نو له دې سببه لیکوالان شاید خپل نومونه تغیر کړي تر څو زیاتره داسې وانګیرل شی چې د لوستونکي له توقع سره برابر وي.
ځینې وختونه بیا لیکونکی له دې خاطره مستعار نومونه کاروی ځکه چې دوی د جنجالی او بحث پاروونکو موضوعاتو په اړه لیکنې کوی، نو له دې وجې هغوی مستعار نومونه کاروی تر څو له ستونزو څخه ځان محفوظ وساتی.
د تاریخ په اوږدو کې زیاتره کتابونه د نارینه وو په واسطه لیکل شوي دي، ډیری وختونه د ښځو له خوا لیکل شوي کتابونه زیات نه دي خوښ کړل شوي او یا هم دا چې ډیر نه دي مشهور شوی. په ۱۹ مه پیړۍ کې د انګلستان زیاتره چاپ خونو د هغه کتابونو چاپولو ته چندان توجه نه کوله کوم به چې د ښځو له خوا لیکل شوي وو. کله به چې دوی د ښځو له خوا لیکل شوی داستانی کتابونه چاپ او خپرول زیاتره یې د مینې داستانونه یا قیصې وې اما کله کله به یې د ښځو له خوا د فرهنګ، سیاست او اجتماع په اړه لیکلي موضوعات خپرول. همدا لامل وو کومو ښځو به چې د دغه موضوعاتو په اړه لیکنې کولې له ستونزو سره مخ وې، خو ډیری ښځینه لیکوالانو د دې لپاره یوه ښه حل لاره پیدا کړه: هغه دا چې هغوی خپل نومونه تغیر کړل.
دا د ښځینه لیکوالې ماري اني ایوانز په اړه یو حقیقت دی کوم چا چې په انګلیسی ژبه کې د (Middle March) په نامه یو مشهور کتاب لیکلی دی ولې د ایوانز نوم د دغه کتاب په پوښ نه څرګندیږی په عوض کې د کتاب په پوښ د هغې مستعار نوم جورج ایلویټ لیدل کیږی. ایوانز دغه اوږد او پیچلی کتاب د څو کلونو په ترڅ کې ولیکلو Middle March د مینې په اړه یوه لیکلې قصه نه وه، دا په بریتانیا کې د فرهنګ او د ښځو سره د نارینه وو د چلند په اړه یو لیکلی داستان وو. ایوانز د نابرابریو او نامساواتو په اړه لیکلی، لکه د غریبو خلکو د ژوند کولو د ډیر خرابو حالاتو په اړه د دې تر څنګ هغې د سیاست په اړه هم لیکنې کړې دي.
که څه هم جي کی رالینګ له دې امله خپل نوم تغیر کړ تر څو خپل ډیر کتابونه وپلوری خو ماري اني ایوانز د یو ډیر مختلف لامل له وجې مستعار نوم کارولی هغې فکر نه کولو چې په بریتانیا کې دې د نولسمې پیړۍ خلک د هغې مفکورو ته غوږ ونیسی او یا د هغې لیکنې ولولی ځکه چې هغه یوه ښځه وه.
ندیژدا دیمیتریونا یوه بله ښځینه لیکواله ده چې د لیکوالۍ نارینه مستعار نوم یې کارولی هغه یوه روسۍ لیکواله او شاعره وه لکه د ایوانز په څیر هغې هم د نولسمې پیړۍ په ترڅ کې لیکنې کولې. ندیژدا له یوې شتمنې کورنۍ څخه وه هغې له سیاست سره علاقه درلوده د هغې لیکنو ډیری سیاسي موضوعات او مفکورې درلودې هغې د هغه وخت په لړ کې لیکنې کولې کله چې ښځو حتی نه شوای کولای د سیاست په اړه خبرې وکړي. له دې کبله هغه اړ وه تر څو د خپلو مفکورو د شریکولو لپاره یوه حل لاره پیدا کړي، همدا وو چې هغې کتابونه ولیکل او د «وی کریستوسکی» مستعار نوم سره یې بازار ته وړاندې او وپلورل .
Boarding School Girl د ندیژدا تر ټولو مشهور کتاب دی دا کتاب د یوې ځوانې ښځې په اړه دی چې لولینکا نومیږي لولینکا په یوه خصوصي ښوونځۍ کې ګډون کوي د قیصې په جریان کې لولینکا له داسې یو سړي سره لیدنه کوي کوم څوک چې په سیاست کې ډیر دخیل دی، سړی تل هغه (لولینکا) دې ته هڅوی تر څو له ده نه هغه څه وپوښتی چې په ښوونځۍ کې ورته ښوودل شوی دی. دغه کتاب سیاسی موضوع ګانې مطرح کوي او له دې ملاتړ کوی چې د انسان د حقونو څخه د مبارزې لپاره د له لویو څیزونو څخه کار واخیستل شی.
د ندیژدا لپاره سیاست خورا مهم وو د نارینه مستعار نوم له هغې سره مرسته وکړه تر څو خپل کتابونه چاپ او نشر کړي دغې چارې همدارنګه مرسته وکړه تر څو ډیر خلک د هغې نظرونه ولولي، د ندیژدا لیکنې په روسیه کې ډیرې مشهورې وې د هغې لیکنو په کلتور باندې اغیز وکړ خلکو د هغې له شوخۍ (شوخی مزاجه لیکنو) خوند اخیستلو هغوی له دې امله د ندیژدا لیکنې خوښولې چې هغې د ژوند هرې ورځې ته د خندا او ټوکو په سترګه کتل ولې د هغې له مستعار نوم پرته ډیری خلک شاید هیڅ کله د هغې دا کړنه (په مستعار نوم سره لیکلو کې ګاللي زحمتونه) بیا تر سره نه شی کړای.
جیانګ بینګزی هم د ندیژدا په څیر یوه بله نامتو لیکواله وه، بینګزی د چین هیواد وه هغه په ۱۹۵۶ میلادی کال کې زیږیدلې ده هغې په کم عمر کې لیکنې پیل کړې په ادبیاتو برخه کې یې ډیرې نامتو لیکنې وکړې هغې همدارنګه د سیاست په اړه هم ډیری لیکنې وکړې په دغه وخت کې د چین هیواد زیاتره لیکوالان نارینه وو نو له دې امله بینګزی د خپل ځان لپاره نارینه نوم ډینګ لینګ کارولو، که څه هم د وخت په تیریدو سره زیات شمیر خلکو درک کړه چې ډینګ لینګ یوه ښځه وه.
د بینګزی نامتو کتاب عبارت دی له (Sun shines over the saggan river)، دغه کتاب په چین کې د سیاست او د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي دغه کتاب ډیر مشهور وو خو هغې ته یې ډیرې ستونزې وزیږولې. په ۱۹۵۷م کال کې سیاسی رهبرانو په هغې فشار راوړ تر څو له خپل سیاسی ګوند څخه لاس واخلی، او وروسته په ۱۹۷۰م کال کې د دولت له خوا هغه زنداني شوه په ۱۹۷۵م کال کې دولت بینګزي له زندان څخه آزاده کړله په دغه وخت کې هغه لا تر اوسه هم هماغسې نامتو پاتې وه. هغې لیکنو ته دوام ورکړ او په چین کې یې د ښځو په اړه نورې ډیرې لنډې قیصې او مقالې ولیکلې هغه په سیاست کې د ننه پاتې شوه تر څو چې په کال ۱۹۸۶م کې مړه شوله.
آیا د هغې د لیکوالۍ مستعار نوم د هغې په نفوذ او شهرت کوم اغیز درلود؟
د هغې د لیکوالۍ مستعار نوم هغه له دې پټه نه کړه چې څوک وه او همدارنګه ویې نه شو کړای تر څو هغه زندان ته له لیږلو راوګرځوی مګر دا چې دغې چارې له هغې سره مرسته وکړه چې لیکنې وکړي خپرې یې کړي او لوی نفوذ/شهرت تر لاسته کړی.
له جورج ایلیون نیولې بیا تر ډینګ لینګ د نړۍ له هر ګوټ نه ښځو د لیکلوالۍ لپاره مستعار نومونه کارولی او نن ورځ هم ځینې ښځينه لیکوالانې د ورته عواملو په خاطر د لیکوالۍ مستعار نوم کاروی.