پوهنې رئیس: په لجه منګل ولسوالي کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو لېسو د ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودې
۱۳۹۷/۱۲/۱۷جمعه
تیره ورځ د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي په لجه منګل ولسوالي کې د دوو لېسو د ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودې، لومړی د پتکې په نوم د لېسې ودانۍ چې ټولې به ۱۴درسي خونې ولري چې په دې کې به له دوو خونو په اداري چارو کې ګټه اخستل کیږي چې ټولټال به پرې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانۍ لګښت کیږي.
دویم د توشنک په نوم لېسه چې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت به یې ودانۍ جوړیږي، ټولې به ۱۰ خونې ولري چې په دوو کې به یې اداري چارې پر مخ وړل کیږي، ددې پروژو یې لومړۍ د پوهنې وزارت او دویمه یې د ښارجوړونې وزارت له تطبق کیږي.
د پوهنې رئیس ځايي خلکو ته په خبرو کې وویل:
))د دواړو ښوونځيو لپاره به مجهزې ودانۍ جوړې شي، تاسې هم هڅه وکړئ چې خپل ماشومان درس ته ولیږئ او په نوي تعلیمي کال کې نوي زده کوونکي په ښوونځيو کې شامل کړئ ددې تر څنګ ددې ښوونځيو د ودانیو ساتنه ستاسې مسؤلیت دی((
په یاد سفر کې د پوهنې رئیس سره د کار او ټولنیزو چارو رئیس محبوب سلامزوی او د ولایتي شورا یو تن وکیل تاج محمد منګل ګډون درلود، د یادولو وړ ده چې د نوي کال په پیل او د موسم له سمیدلو سره سم به ددې ښوونځيو د جوړیدلو چارې پیل شي.
د پوهنې ریاست مطبوعاتي دفتر