سرور دانش

تاند- د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال قانپوه سرور دانش وايي، له طالبانو سره خبرو ته د یو شمېر افغان سیاستوالو خوشبیني د هغوی سادګي ده.

ده وویل، له دې سره سره چې د دولت وسله وال مخالفان حملو ته زور ورکوي له هغوی سره د سولې خبرو ته هیله لرل به ساده توب وي.

ښاغلي دانش د کابل په لوېدیځ کې د مزاري د وژل کېدو د ۲۴ تلین پر مراسمو د سې شنبې د ورځې حملې ته په اشاره وویل«سیاسي مشرانو له طالبانو سره د سولې خبرو ته هیلې ټومبلي دي او ګومان کوي چې هغوی هوښیار شوي دي او له عقله کار اخلي.»

پرون /جمعه/ د حنیف اتمر انتخاباتي کاندید یونس قانوني، چې پخوا یې د مسکو د غونډې په خاطر فکر کاوه چې له طالبانو سره ډېر نژدې شوي دي، امریکا ملامته کړه چې طالبانو ته یې داسې انتباه ورکړې چې دا ډله واکمنه کېږي او د افغانستان له حکومت سره یې له خبرو انکار وکړ.

د ښاغلي قانوني خبرې وروسته په جلا راپور کې وړاندې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *