پخوانی چارواکی چاغ حاجي ورین تندی د لندن له یوې تعلیمي ادارې راووت.
وایم، حاجي اکه پکه دې ګټه کړې، که نه ته او خندا؟
وايي، یره زرپرستو نو! خو د دوی لا کور ودان، راسره ویې منله!
– د کومک پیسې یې ډېرې کړې؟
– نه یره! لورکۍ به مې اوس د نجونو ځانکړي کالج ته ځي، استادانې یې هم ښځې دي!
پخوانۍ اوازه مې بې اختیاره له خولې ووته:
– حاجي اورېدلي مې و، چې ستاسې د حکومت برېتورو پکتیا کې ناوې ښځې د بې سوادۍ کورس لپاره په زوره له کورونو ایستلې، چې بیا کلیوالو سوباړي پسې راخیستي وو؟
د حاجي ځواب لنډ و:
– یره هغه وخت موږ د خپل انقلابیت ښکار وو او اوس غیرت غرق کړي یو!