ښاغلی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په کابل او ننګرهار کې له وروستیو بریدونو وروسته وویل، د سولې موافقه باید دا تضمیسن کړي چې تروریستي بریدونو ته هیڅ ځای نشته.

داعش سختدریځې ترهګرې ډلې د ننګرهار د چهارشنبې او د کابل پنجشنبې د بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«د یوه افغان لیډر د تلین په مراسمو کې پر راغونډو شویو ملکیانو د داعش حملې یو وار بیا وښوده چې د سولې جامع موافقه باید تضمین کړي چې تروریستان د افغانستان په راتلونکې کې ځای نه لري.»

که څه هم داعش د دواړو حملو مسوولیت منلی خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې دوی د کابل د برید یو عامل نیولی او دا برید طالبانو کړی.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ