ژباړه: روح الله تلاش
د نړۍ د تازه غذايي موادو د ویش تر ټولو لوی مرکز د فرانسې پلازمینې پاریس د جنوبي برخې په ۷ کیلومټرۍ کې موقعیت لري. دا مرکز «رنژیس» نومیږي او د موناکو د شهزاده ګانو تر سیمې ۲۷۰ هکتاره لوی دی.
د «رنژیس» بازار اوږدوالی د فوټبال د څلورو سیټډیمونو په اندازه دی چې پکې «۲۰۰» ودانۍ جوړې شوې دي. د دې ودانیو په هره یوه کې ځانګړي غذايي مواد خرڅیږي، له کبانو نېولې تر تازه میوو او لبنیاتو پورې.
د یاد مرکز فعالیت نیمه شپه پیلیږي. د غذايي مواد بار موټر د ورځې خپل محصولات د «رنژیس» په لویو ګودامونو کې تخلیه کوي. د لویو هټیو او رسټورانټونو مشتریان خپل د اړتیا وړ ورځني توکي د شپې په «۲» بجو پلوري.
په دې مرکز کې د شته محصولاتو قمیت له وړاندې تعین شوی نه وي بلکه د موادو اندازه همالته په چنه وهلو تعینیږي.
په «۲۰۱۷» م میلادي کال کې د خپاره شویو راپورونو له مخې په دې بازار کې د «۹» میلیارد یورو په ارزښت درې میلیونه ټنه محصول معامله شوی دی.
د فرانسې «رنژیس» بازار د «۱۲» زره کارکونکو، «۲۲۰۰» کمپنیو، «۱۷» رسټورانټونو، بانک د پست دفتر، هوټل او روغتون په درلودلو سره د یو لوی ښار په څېر هر ډول امکانات په واک کې لري. د ویلو ده چې د دې بازار ډېره برخه تولیدي کثافت هم بیاځلي ترلاسه کېږي.
د نړۍ دا تر ټولو ستر بازار له دې ځانګړتیاو سره سره بریښنا هم تولیدوي او د خپلې اړتیا وړ بريښنا ترڅنګ د پاریس «اورلي» هوايي ډکر او د یوشمېر مسکوني کورنو د اړتیا وړ بریښنا هم تامینوي.