تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ مخکې تر دې چې کندهار ته لاړ شي، په فراه ولایت کې زرګونو سېل ځپلیو ته د کور جوړولو لپاره نومرې اعلان کړې.

د وروستیو ورښتونو په نتیجه کې د فراه او کندهار ولایتونه په ځانګړي ډول زیات زیانمن شوي او په لسګونه تنه پکې مړه شوي دي.

ولسمشر غني د فراه سېل ځپلیو سیمو ته لاړ او د دې په ترڅ کې چې له سېل ځپلیو سره یې د فوري مرستې امر صادر کړ، د مځکو وېش ژمنه یې هم ورکړه.

ښاغلي غني وروسته د فراه د خلکو یوې غونډې ته وویل چې حکومت د بخش اباد بند سروې او نور کارونه بشپړ کړي او ژر به دا بند جوړ شي.

ده وویل« شیبه وړاندې مې چې د سېلاب ځپلو کورنیو سره ولیدل، نو د دوی لومړۍ او وروستۍ خبره د بخش اباد بند جوړول دي چې تفصیلي ډیزاین یې تکمیل شوی او د انحرافي تونلونو د جوړولو لپاره ۱۸ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي. د اوبو له مدیریت سره به له ۴۰۰ زره څخه تر ۶۰۰ زره هکتاره ځمکه خړوب او آباده شي.»

ولسمشر غني همداراز وویل، د لومړنیو معلوماتو په اساس په فراه کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰زره کورونه، ۳۰ کیلو متره سرک، پلونه، ښوونځي او نور تاسیسات زیانمن شوي دي. ده زیاته کړه، له زیانمن شویو کورنیو سره لومړني او اړینې مرستې چې څه د پاسه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ به وي په چټکه توګه ورسول شي. همدارنګه د سېلاب له امله د وران شوي پل جوړولو او ښوونځیو بیارغاونې ته هم پیسې ځانګړې شوې دي.

اشرف غني وویل، د ملي تدارکاتو کمیسیون له سپمول شویو پیسو څخه ۲۹۰ میلیون افغانۍ په فراه کې د جامع جومات، د فاتحې سالون، د نجونو لیلیې، د غونډو تالار او جمنانیزم جوړولو ته ځانګړي شوې دي چې نږدې راتلونکي کې به یې چارې پیل شي.

ښاغلی غني ماښام کندهار ته روان شو او د کندهار له سېل ځپلیو سره د مرستو په اړه یې یوې غونډې ته وینا وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *