د ولسي حمایې له ادرسه نه طالب په دې ولس حاکمېدای شي، نه پرې په زور حاکمې ډیموکراسۍ د خیر ښیګڼې لپاره ځان ثابت کړای شو او نه د بې کفایتۍ له وجې حاکم نظام د خلکو زړونه هغسې چې په کار و، خپل نشوای کړای شول.

پدې سپیره دشته کې لیوانو ته پاتې پسونه ولسونه چې چا له ګوتو ونیول او په هر لور یې بوتلل د هغوی دي. ړانده چې امسا ونه لري خود به هر ځای غورځي، پرځي.

د تجارت په نوي بازار کې اوس د جنګیالیو، ځانمرګو او چارواکو پېر و پلور هم عامه خبره ده او په ولس کې چې د ښه او بد د اندازې معیار کمرنګه شي، نو یو سترګي پکې پاچایان وي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ وروستي خونړي جنګونه هم د همدغه ډول پېر و پلور په بازار بدل شوي دي. جنګیالي ورته د پېښور په عامو بازارونو کې کرایه کېږي. له والیانو نیولې تر ولسوالانو او مشهورو طالب قوماندانانو پورې ټول یې په رنګینو یاهاما موټر سایکلونو سهار او مازیګر د پېښور په سړکونو او کوڅو کې کمپاین جاري ساتي.

د جنګیالیو مناسبې ځالې او پټنځایونه د افغان کډوالو کمپونه دي، چې د دین د ټیکه دارانو لخوا پکې سهار و ماښام د دیني تبلیغ په وسیله خلک افغان جګړې ته تشویقېږي.

فقر ځپلې ډلې ډلې ځوانان څلورم او پېنځم لاس د استخباراتي کړیو لخوا منظمېږي او د غنمیت د ترلاسه کولو په نوم د بټي کوټ جګړې ته استول کېږي. د داسې ډېرو ځوانانو ژوند یوازې په دوه یا دریو میاشتو کې بې شانه تغیر شوی، چې پرون د کلیو ماشومانو لیوني بلل، خو نن قوماندانان او سرګروپان دي او د غنمیت په نوم د بلا کانتینرونو د لوټلو معنوي تمغه (مډال) په اوږو لري.

د بټي کوټ شاه ګل (مستعار نوم) لیونی جنګیالی هم ددې لپاره له یو ډله ځوانانو سره د دین او دونیا د ګټلو لپاره یو ځای شو، چې ګوندې خدای یې ژوند د کوم صراف، ټانکر او یا رینجر موټر په لوټلو بدل کړي او نور د ماشومانو د لیوني پیغور له غمه بې غمه شي.

شاه ګل یې بابا څو ځله ښوونځي کې شامل کړ، خو د کلي د ماشومانو پېغور په ښوونځي کې هم ورځ پرې توره شپه کړه، له دوه هفتو پرلپسې غیر حاضریو وروسته له ښوونځي و اېستل شو. شاه ګل نور د کلي په لیوني مشهور شو او اوس چې چټ ځوان دی، ببره ږیره او کاږه بریتونه لري هم د لیوني صفت یې له نوم سره تړلی پاتې.

دوه میاشتې وړاندې د بټي کوټ د لسو جنګیالیو سرګروپ په شاه ګل ور پېښ شو، د دین او دونیا ګټلو لپاره یې د بټي کوټ د محاربوي عملیاتو لپاره د غنیمت په شرط کرایه کړ او شاه ګل هم د یو تور اوږد میل لرونکې وسلې مالک شو، چې له قده یې اوږده وه.

د کمزورو جنګي تاکتیکونو له وجې قسمت له شاه ګل سره یارانه ونکړه، سرګروپ وشاړه، خو په لاره کې د افغان پوستې په تالاشۍ کې لیونی شاه ګل د شکمن جنګیالي په تور ونیول شو او په جګړه کې د ګډون له اقرار وروسته اوس د تور زندان په یوې پېنځلس نفري کوټه کې د خپل برخلیک د انتظار شېبې لنډوي.

نن ورځ د شاه ګل ډېر ملګري د بټي کوټ جګړې لپاره د دین او دونیا د ګډې جګړې مختاړی استعمالوي، چې له الهي لورینې یې کم نه بولي.

کرایه شوي جنګیالي د بټي کوټ جګړه کټ مټ لکه د خوشباوره مجاهدینو د یرغل په شان غځوي، چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال یې د جلال اباد د فتحې په نوم یادوله.

د کابل ـ تورخم پر لویه لاره تجارتي کاروانونه او د سوداګرو تګ راتګ د بټي کوټ جنګیالیو ته د مرستې یوه څنډه تمثیلېږي، خو د ختیځ دا دروازه له وړاندې پخه نښه ځکه ده، چې ستراتیژیک اهمیت لري.

پدې تجارتي جګړه کې په بندي شاه ګل پسې د هغه سرګروپ او قوماندان ځکه ډېر سر نه خوږوي، چې د مصرف لس چنده ګټه ورته نشي کولای.

د شاه ګل د کورنۍ په شان په افغان جګړه کې د لسګونه کورنیو مشران ځکه له جنګیالیو د خپلو بچیانو پوښتنه نشي کولای چې تر شا یې د تورو استخباراتو له زوره ډارېږي او که غږ وکړي، د شپې په تیاره کې به یې د کور ټغر ټول وي.

له باګرام او نورو زندانونو د یو جنګیالي د خوشي کولو په بدل کې له ۲۰ زرو ډالرو تر ۲ لکه ډالرو مصرف راځي، د قیمت دا اندازه د جنګیالي په مهموالي پورې اړه لري.

دې غاړې د بټي کوټ د ملي سوداګرو، ډاکترانو، دولتي مامورینو او نظامي مسوولینو د وژلو او ژوندي تښتولو په بدل کې د جنګیالیو ترمنځ ثابت قیمتونه اعلان شوي، چې له دېرش زرو افغانیو نیولې تر پېنځو لکو کلدارو پورې دي.

له پېښوره تر بټي کوټه د عملیاتو لپاره د جنګیالیو له لس ورځني سفره نیولې تر چهلې (څلوېښت ورځني) او درې میاشتني سفر پورې هر یو یې د معلوم غنیمت، معاش او امتیازاتو په بدل کې ترسره کېږي، اوس د بټي کوټ جګړې ته د دین او دونیا جهاد دواړو صفت ان د ماشومانو د لوبو په سندرو کې هم زمزمه کېږي.

One thought on “زموږ د کلي لیونی جنګیالی/ محبوب الحق محبوب”
  1. تاندوالو، لطفا دا دهمه تبصره خپره کړئ

    د لیکنې لمړۍ خبره نه درسره منم.
    زموږ خلک عجیبه دي. له فساده پاکه اداره غواړي، د خلکو د ټولو آرمانونو پوره کونکی حکومت غواړي، په ځان او کلي کور کې هیڅ منفي ټکی نه مني. دا خو څه د خدای پاچاهي او حکومت ندی چې یاد عیبونه به نلري. د ظاهرشاه او نادرشاه په وخت کې دا فساد و، مجاهدینو او طالبانو خو بیخي د فساد پزه ور پریکړه؛ او نننی نظام هم په فساد کې تر زنګنو ډوب دی.
    دا پدې مانا نده چې خلک یا ولس له دولته مخ واړوي، ټوپک ته لاس کړي، ورور وژنې ته لاس اوږد کړي او یا د داسې یو حکومت د نړولو تکل وکړي.
    په هند کې میلیونو خلک بیکاره دي
    میلیونونه خلک لمړني ابتدايي خدمات نلري
    لکونه نجونې د تولد مخکې او وروسته وژل کیږي
    د زرګونه لږکیو حقونه د سیمیزو چارواکو لخوا ترپښو لاندې کیږي
    لسګونه داسې نور مثالونه شته چې د ولس د نهیلۍ سبب کیږي.
    مګر ګورو چې د هند ولس خپل دولت خپل ګڼي، دلیل دادی چې هغوی پر تدریجي تکامل باور لري او د هند هیواد هم لکه څنګه چې ښکاره ده ډیر چابک تدریجي پرمختګ لري.
    کچیرې هندوان هم زموږ پښتنو غوندې د خپل مرکزي حکومت په را پرزولو پسې لاس بډ وهي، ښکاره ده چې د پرمختګ پرځای به عقب نیشیني کوي، د پرمختګ د پروژو لګښت به د یاغیانو په ځپلو لګوي او پرمختګ به په شاتګ بدل شي لکه زموږ.

    نتیجه دا شوه چې زموږ خلک لا تر اوسه شعور نلري چې لږ تر لږه په تدریجي تکامل باور ولري او د همدې باور له مخې یو ځل د پنحاب بیا د بل او بیا د بل غلامۍ ته لاس اوږد نکړي، بلکې د خپل مرکزي دولت ملاتړ وکړي، د نواقصو په ګوته کولو او د اړتیا په صورت کې ېې د محوه کولو لپاره لاس په کار شي.
    مخ اړول د حل لاره نده. پدې دوښمن خوشحاله کیږي، او موږ به بیا پاشل کیږي او ورکیږو.
    بښنه غواړم چې اږده تبصره مې وکړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *