تاند- د افغانستان د هواپېژندنې اداره وايي چې د سږني ژمي ورښتونه د تېرو څو کلونو په پرتله په سلو کې ۶۰ زیات وو.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله خورا ډېر ورښت شوی دی.

د راپورونو له مخې، پر هندوکش، بابا او سپین غره سږ کال زیاتې واورې اورېدلي او له کندهاره تر فراه پورې په جنوب لوېدیځه حوزه کې، چې له ډېرو کلونو راهیسې پکې ورښت ډېر لږ شوی، په سږني ژمي کې زیات بارانونه اورېدلي چې له کبله یې په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې په زرګونه کورونه او پراخې کرنیزې مځکې سېلونو زیانمن کړي او لږترلږه ۶۰ تنه مړه شوي دي.

سره له دې چې په یو شمېر شمالي ولایتونو کې په نسبي ډول کم ورښت شوی خو د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې ډېره هیله شته چې وچکالي به پای ته ورسېږي.

تېر کال له بادغیس او غور ولایتونو څخه تر دوه نیم لکه زیات خلک د وچکالۍ له لاسه بې ځایه شول.

د هواپېژندنې د ادارې له اټکل سره سم به سبا /دوشنبه/ د افغانستان په مرکزي او جنوبي سیمو کې له ۲۰ تر ۳۰ میلي متره ورښت وشي.

دا اداره په عین حال کې په خوست، اروزګان، غزني، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د سېل د جاري کېدو خبرداری ورکوي.

One thought on “د هوا پېژندنې اداره وايي سږنیو ورښتونو وچکالي پای ته رسولې”
  1. شکر دی چي د وچکالۍ د خطر احساس کمزوری شو
    هیله ده چي زموږ مظلوم وولس د فصلی او اقلیمی آبادۍ تر څنګ د سولی او آرامۍ آرام او ښکلی پسرلی هم ووینی
    او هیله ده چي نه یوازی د نوری وچکالۍ د ځپلو څخه په امان بلکه د وچ کَلۍ ( وچي کلې) د څښتنانو د شرّ څخه هم په امان وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *