تاند- د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس افغانستان ته خپل نا اعلان شوی سفر له مزارشریف څخه پیل کړ.
ښاغلي ماس افغانستان ته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته وویل«د افغانستان او پاکستان په سفر سره غواړم دا څرګند پیغام ورکړم چې جرمني د افغانستان د دوهم ستر مالي ملاتړ کوونکي او په افغانستان کې په دوهمه درجه د زیات شمېر ځواکونو لرونکي هیواد په توګه د هغه مسوولیت په وړاندې چې منلی یې دی، پر خپله ژمنه ولاړ دی.»
جرمني په خپله خاوره کې د طالبانو په ګډون د افغانستان د سولې د خبرو د کنفرانس د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
هایکو ماس په مزارشریف کې وویل چې جرمني د افغانستان د کړکېچ د حل کولو او د افغانستان له اقتصادي پرمختګ سره د مرستې په اړه پر خپله ژمنه ولاړ دی.
د جرمني حکومت تېره میاشت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت اوږد کړ.
په افغانستان کې د جرمني ځواکونو ماموریت هر کال د کابینې او پارلمان تصویب ته اړتیا لري.
جرمني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزلو په ځانګړي ماموریت کې شاوخوا ۱۲۰۰ پوځیان لري.