له بلخ څخه سیاسي او خبري اونیزه «بلخ پوسټ» خپرونې لومړۍ ګڼه چاپ شوه. دغه اونیزه په څلور مخونو کې د A3  په بڼه په ښه کیفیت، په لوړ شمېر د «۱۳۹۷لمریز د کب په ۱۹مه» چاپ او خپره شوه. د بلخ پوسټ اونیزې امتیاز څښتن ذبیح الله احساس، مسوول مدیر جاوید واک، مرستیال نجیب الله پاڅون او د وېش مسوول یې فرهاد ځلاند دي. یاده خپرونه په ۱۵۶ نمبر له اطلاعات او فرهنګ وزارت سره ثبت ده، چې د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف ښار څخه به هره یکشنبه چاپېږي.

د یادې خپرونې په لومړۍ ګڼه کې دغه مطالب چاپ شوي:

چمتال او چهاربولک ولې ناامنه دي؟ د ناامنۍ اصلي لامل څه دی؟  وسله وال طالبان که سیمه ییز سیاسي رقابتونه.

مذاکرات صلح و حکومت افغانستان.

شمال زون په تېره اونۍ کې.

د بغلان امنیتي حالت.

شمال کې ناقانونه وسله وال ګروپونه پنځه برابره زیات شوي.

کرکټ: د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان بله بریا.

پرینکا چوپړا پاکستان ته غوسه ده.

زموږ دريځ: بلخ پوسټ، د ویښتابه او روښانتیا د روانو هڅو یو بل ګام.

تحلیل: د افغان سولې په تړاو پاشلې هڅې؛ پاکستان له سولې وروسته څه ډول افغانستان غواړي؟

New Research Two Women out of six have tried to suicide.

د بلخ پوسټ اونیزۍ لومړۍ ګڼې سرلیکنه په دې ډول ده:

زموږ دريځ:

بلخ پوسټ؛ د ویښتابه او روښانتیا د روانو هڅو یو بل ګام

موږ دوه درې لسيزې مخکې په داسې افغانستان کې ژوند کولو، چې له يوې او بلې څنډې خبرتيا خو يې خير، د يو کلي اوسېدونکي به د خپل څنګ کلي اوسېدونکو له حاله خبر نه وو.

خو نن تر ډېره دغه حالت بدل شوی دی.

رسنيزو پرمختګونو د انسانانو تر منځ ولاړې پردې څېرې کړې او د اړيکو او نږدېوالي نوي تارونه يې وغځول . د انسان د ويښتابه او روښانتيا په برخه کې اوس يوازې کورنيز او د چاپېريال ټولنيز اغېز محدود نه دی، بلکې باخبره پاتې کېدل اوس تر ټولو لوړ اصل دی او د فکري بدلون يوه غوره سرچينه بلل کېږي. همدې باخبرۍ له تېرو دوه لسيزو په نړيواله کچه د ويښتابه او روښانتيا فکري انقلاب رامنځ ته کړی دی.

د دغه انقلاب اغېز پر افغانستان او افغان انسان هم شوی او ډېر ښه شوی دی. دلته اوس هغه ليکې پر ورانېدو دي، چې يو کس به لکه رمې پاتې خلک ځان پسې روان کړي وو. دلته اوس نظريې له سياسي او ټولنيز ليدلوري په فردي توګه مطرح کېږي، په ټولنه کې ځای نيسي او همدا فکرونه خپل همفکره هستۍ پيدا کوي او د يوې ډلې او ځواک په توګه حرکت کوي.

تر ټولو ښه بېلګه يې له تپل شوې ډيورنډ اخوا د افغانستان په محکومه برخه کې د پښتنو د حقوقو تر لاسه کېدو په موخه د ((پښتون ژغورنې غورځنګ)) په نامه ټولنیز او سياسي حرکت دی. دغه غورځنګ د پنجابي رياست پر وړاندې د پښتنو د حقوقو تر لاسه کېدو مبارزه کوي. د پنجابي رياست د ډېرو هڅو باوجود، بيا هم د دغه حرکت ګامونه سست نه شول، چې تر ټولو ستر لامل يې روان رسنیز انقلاب دی، چې پر مټ يې پښتون ژغورنې غورځنګ خپل غږ، خپلې هڅې او خپلې موخې د نړۍ تر ډېرو څنډو ورسولې.

په افغانستان کې هم د دغه ډول روښانتيا او ويښتابه بستر جوړېدو کې تر ټولو اغېزمن اړخ رسنيز انقلاب دی.

اوس نو افغانان يوازې د ملي راديو ټلويزون اورېدونکي او ليدونکي نه دي، د ورته بې شمېره رسنيو د رامنځ ته کېدو تر څنګ د نړيوالو ټولنيزو شبکو افغان انسان ته هم دغه زمينه برابره کړه، چې له جغرافيې ووځي د نورو انسانانو ژوند او د ژوند د مثبتونو بدلونونو لپاره هڅې، کړاوونه او پايلې له نږدې وڅاري.

بلخ پوسټ، د ننني ځوان د همدې فکري ویښتابه او روښانتيا څخه په ګټه اخيستې رامنځ ته کېږي.

بلخ پوسټ، له اطلاعات او فرهنګ وزارت سره ثبت اوونيزه خپرونه ده، چې د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف ښار څخه به هره يکشبنه چاپېږي.

دغه اونيزه به هڅه کوي، چې د ژورناليزم د ټولو اصولو په مرعات ځینې حقايق تر خلکو ورسوي، د افغانستان د روانو سياسي حالاتو په شننه کې به خپله رغنده ونډه ولري.

ښکاره ده، چې د روان رسنيز انقلاب ګټو په رغنده توګه زورواکو او خپلسرو پسې د خبرې کولو جرئت او زمینه برابره کړې ده؛ خو په دې هم پوهېږو، چې بلخ له داسې سيمې خپلې چارې پيلوي، چې دلته زورواکي، خپلسري، د نورو پر حق سترګې پټول او دې ته ورته کړنې د پخوا په څېر په نويو بڼو روانې دي.

خو بلخ پوسټ به پرته له کوم مصلحته په احتياط ګامونه اخلي. د خپل سياسي رسنيز فکر پر کرښو به د بلخ او ټول وطن په کچه د ويښتابه او روښانتيا په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.

له ټولو لوستونکو څخه هيله ده، چې له موږ سره د بلخ پوسټ پر کرښه ملګرتیا وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *