تاند- د افغانستان د حکومت اجرايي رييس عبدالله عبدالله وايي، افغانان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د ابهام له درکه اندېښنه لري.
ده د سولې په خبرو کې د دولت او سیاسي ډلو پر ګډون ټینګار وکړ، ویې ویل چې د افغانستان له اسلامي جمهوریت څخه دفاع د ولسمشر او اجرايي رييس د دفاع په معنا نه ده.
ښاغلي عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرو تر ۱۰ ورځو ډېر دوام وکړ خو د هغو د محتوا په اړه خلک نه خبرېږي.
امریکا ویلي چې پر څلورو موضوعاتو له طالبانو سره خبرې دوام لري خو طالبان بیا وايي چې یوازې پر دوو موضوعاتو یعني د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او له افغانستان څخه بل هیواد ته د تروریستي ګواښ د نه پېښېدو په اړه دواړه خواوې خبرې کوي.
ښاغلي عبدالله نن /دوشنبه/ د کابینې غونډې ته وویل«د جمهوریت اصل په اساسي قانون کې تثبیت دی او په دې برخه کې به معامله ونه شي. که د نظام له جمهوري توب څخه تېر شو، د رایې له حقه تېر شو، هیڅ بله حللار نشته. له ځینو مسلو څخه په لاس اخیستو سوله نه شي راتلای.»
اجرايي رييس بې له دې چې د مسکو د غونډې یادونه وکړي، وویل چې په هیواد کې دننه د نظام د جمهوري اصل په برخه کې د نظر اختلاف نشته خو د دولت وسله والو مخالفانو د سیاسي قشر له دریځه ګټه واخیسته.
عبدالله وویل، نښې نښانې ښيي چې طالبان لا هم د پخوا په فکرونو کې دي.
د طالبانو د قطر د دفتر مخکیني مشر عباس ستانکزي د مسکو تر غونډې مخکې په یوه مرکه کې وویل چې دوی د افغانستان د ملي او امنیتي اورګانونو په شمول د ټولو اورګانونو او نظام د نړېدو غوښتونکي دي خو له ګڼو انتقادونو وروسته یې په بله مرکه کې وویل چې طالبان د ملي اورګانونو د نړېدو غوښتنه نه لري او په زور د واک ته رسېدو هڅه نه کوي.