تاند- د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو د پراختیا لپاره یو بل هوايي دهلېز نن /دوشنبه/ پرانیستل شو.
د هرات او ډیلي ترمنځ هوايي دهلېز څو ورځې وروسته له دې پرانیستل شو چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د چاه بهار بندر له لارې هند ته خپل تجارتي محصولات ولېږل.
د ۲۰۱۶ م کال په سپټمبر کې د ولسمشر اشرف غني او صدراعظم نریندر مودي ترمنځ له غونډې وروسته د هند او افغانستان ترمنځ لومړنی هوايي دهلېز �� ۲۰۱۷ د جون په ۱۹ نېټه پرانیستل شو.
د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د لومړني هوايي دهلېز له پرانیستل کېدو وروسته د کندهار او نوي ډیلي ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو.
تېره میاشت (د فبرورۍ ۲۴) افغانستان د نیمروز له زرنج څخه چاه بهار ته د افغاني محصولاتو یو لوی کاروان واستاوه او د لومړي ځل لپاره یې د پاکستان د ترانزیتي لارې په ځای د اوبو له لارې هند ته خپل محصولات صادر کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعتونو خونې وايي چې اوس د پاکستان پر ترانزیتي لارو د افغانستان اتکا پای ته رسېدلې ځکه چې افغانستان څو نوې ترانزیتي لارې موندلي دي.
تېر (۲۰۱۸) کال افغانستان هند ته د ۷۴۰ ملیون ډالرو صادرات کړي او دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له هند سره پوله نه لري او پاکستان د هند او افغانستان د سوداګري راکړې ورکړې په لار کې ډېر خنډونه پېښ کړي وو.
خو له دې سره چې هند له افغانستان سره پوله نه لري هند د افغانستان د سوداګري محصولاتو تر ټولو ستر واردوونکی هیواد دی.