تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نن /سې شنبه/ د پاسپورت انلاین خدمات پیل کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې دا پروسه به نن په یوه خبري غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او یو شمېر نور چارواکي هم حاضر وي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر شهزاد اریوبي له لوري اعلان شي.
کابو په درسته نړۍ کې پاسپورت او ګڼ نور رسمي خدمات په انلاین بڼه وړاندې کېږي. انلاین خدمات پر دې سربېره چې د خلکو د وخت د ضایع کېدو مخه نیسي د افغانستان په شان هیوادونو کې د فساد مخه هم تر ډېره نیسي.
(د پاسپورت انلاین خدمات په یوه غونډه کې رسماً پیل شول. تفصیل)