تاند- د ملي اردو یو سرتېری وايي، په داسې حال کې چې د پوځي خدمت لپاره په میدان وردک ولایت کې په دنده بوخت و، خبر یې ترلاسه کړ چې د کورنۍ ۱۲ غړي یې په بمبارۍ کې شهیدان شوي دي.
د ملي اردو دا سرتېری، چې یاغیستان نومېږي، د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
دی وايي، په میدان وردک ولایت کې یې د امنیتي ځواکونو د کاروان ساتنه کوله چې ورته ټېلفون راغی او ورته وویل شول چې پر کور یې بمباري شوې او د ده د ۵ ماشومانو په ګډون د کورنۍ ۱۲ غړي شهیدان شوي دي.
یاغیستان وايي، د دې خبر اورېدل ورته دومره سخته و چې نه پوهېده څه وکړي.
دی اته نیم ساعته وروسته خپل کلي او ویجاړ شوي کور ته ورسېد.
د کلي اوسېدونکي وايي چې د روانې اوونۍ د شنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د یاغیستان او د هغه د ورور پر کور بمباري پیل شوه او تر سهاره روانه وه.
د یاغیستان پلار ژوندی دی او هغه وايي چې ۱۰ لمسیان، یو زوی او نږور یې وژل شوي دي.
په دې پېښه کې د یاغیستان وژل شوی ورور ډاکتر و چې له خپلې ماندینې او ۵ ماشومانو سره شهید شوی دی.
۳ ماشومان له بمبارۍ ژوندي پاتې شوي دي.
په وروستیو کې د افغانستان هوايي ځواک د طالبانو پر ضد شپني عملیات زیات کړي چې په لړ کې یې ګڼ شمېر طالبان وژل کېږي خو په ډېرو پېښو کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
دې ګُلالی ځوان ته( البته نه یوازی د یو عسکر پتوګه بلکه د یو انسان او افغان پتوګه) ددې درانه مصیبت پخاطر د زړه له کومی تسلیت وایو د جمیل صبر او عظیم اجر د اِعطا هیله ورته لرو