د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت
په افغانستان کې د جاپان سفارت
د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري سازمان(یو نسکو(
کابل د اکټوبر۲۲-۲۰۱۳
د جاپان حکومت د ۲۰ میلیون ډالرو(۱،۴میلیارد افغانیو) په ارزښت یوتړون دملګرو ملتونو له تعلیمي او کلتوري سازمان(یونسکو) سره نن د پوهنې په وزارت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک کړ چې په افغانستان کې د سواد دزده کړې د ودې د پروګرام دریم پړاو(ELA3)پرې عملي کړي .له دغه پروګرام سره مالي مرسته د جاپان لخوا تر سره کیږي او د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت لخوا عملي کیږي . تخنیکي مرستندوی یې د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري سازمان(یونسکو) دی. د سواد زده کړې پروګرام درېیم پړاو( ELA3) د تیرو پړاوونو د بریا پر بنسټ تنظیم شوی او موخه یې په افغانستان کې د سواد زده کړې د کچې پراختیا او له وړاندې د تنظیم شویو پروګرامونو پیاوړي کول دي.
له ۲۰۰۸ کال را هیسې په افغانستان کې د سواد زده کړې پروګرام ته د جاپان لخوا ۵۰ میلیون ډالره ورکړل شوي او په ۱۵ ولایتونو کې د سواد زده کړې دغه پروګرام عملي شوی. (۱) ددغه پروګرام په لومړیو ۲ مرحلو کې څه باندې ۶۰۰ زره د لوړ عمر(بالغو) کسانو ته چې تر ۶۰٪ ډېرې یې میرمنې دي، د لیک لوست ۹ میاشتني کورسونه برا بر شول، چې دوی ته پکې لومړنۍ زده کړې، سواد او حساب ور وښودل شول. د سواد زده کړې په دغو کورسونو کې برخه والو ته پر سواد زده کړې سربیره د ژوند مهارتونه او کسبونه هم ور و ښوول شو.
د سواد زده کړې په دغه نوي پړاو کې به ۴۰۰ زره نورو لوړ عمر لرونکو کسانو ته د لیک لوست زمینه برا بره شي. په ټوله کې به ۱ میلیون افغانان په ۱۸ولایتونو کې د سواد زده کړې د پروګرام په ترڅ کې وروزل شي. دغه پروګرام به د پوهنې وزارت له هغې موخې سره فوق العاده مرسته وکړي، چې په پلان کې لري، تر ۲۰۲۰ کال پورې د لویانو د سواد کچه له اوسنۍ ۳۶٪ څخه ۵۹٪ ته لوړه کړي.
د یونسکو لخوا د تخنیکي مرستو په برا برېدو سره په افغانستان کې د پوهنې وزارت د سواد زده کړې د برخې بنسټیزه وړتیا لا نوره پیاوړې شوه. اوس د سواد زده کړې معینیت دا وړتیا لري، چې د سواد زده کړې د ارزونې او څارنې چاره په منظم او غیر مرکزي ډول پرمخ بوځي. دغه پروګرام د سواد زده کړې معینیت ته سپارښتنه کوي، چې د سواد زده کړې د نصاب کیفیت نور هم لوړ کړي او د ښوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه زیات او پیاوړي کړي.
د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د سواد زده کړې او حرفو د پراختیا مسله ډېره مهمه وبلله «سواد په هیواد کې د پرمختګ او ښه والي یوازینۍ لار ده او موږ یې په جدي توګه د تر لاسه کولو په لټه کې یو. د پوهنې وزارت تر دې مهاله توانیدلی، چې تر څلور میلیونه پورې افغانان له دې پروګرام څخه فارغ کړي او همدا اوس پکې تر ۷۰۰ زره ډیر کسان د سواد زده کړې په کورسونو کې په زده کړو بوخت دي.»
د سواد زده کړې په درېیم پړاو ( ELA3) کې له کسب او حرفې سره ګډه سواد زده کړه شامله ده. په دغه پړاو کې لیک لوست او حساب زده کول په یوه مشخص مسلکي او حرفوي چوکاټ کې برا بر شوي او هدف دادی، چې د کورسونو برخه اخیستونکي د یوې حرفې په خوا کې تر کافي اندازې سواد هم زده کړي. دا چاره به د پروګرام اغیز ډېر پراخ کړي او په ډراماتیک ډول به د زده کوونکو کچه لوړه کړي. دغه چاره به ددغه پروګرام اغیز پراخ کړي او په ډرامټیک ډول به د روزل شویو کسانو لپاره د کار په موندنه کې مرسته وکړي .
په افغانستان کې د جاپان سفیر هیروشي تکهاشي د سواد زده کړې د اهمیت په اړه وویل:«موږ تمه لرو چې د افغانستان حکومت به بشپړ مسولیت واخلي اوپه دغه برخه کې به په پیاوړی مشرتوب سره وکولی شي د سواد زده کړې پروګرام لا نورهم پیاوړی کړي ، او یونسکو به ددغه پروګرام کیفیت او چټک عملي کیدل ډاډ من کړي .د بشري منابعو روزنه او پیاوړتیا له دغه هیواد سره زموږ د مرستو یوه مهمه برخه ده ، او داجتماعي پرمختیا په برخه کې سواد زده کړه یو اړین اړخ دی . موږ به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ور کړو.»
په افغانستان کې د سواد زده کړې د پروګرام درېیم پړاو ELA3سواد ته په هیواد کې د سولې او پرمختګ د رامنځته کیدو د اصلي ستنې په سترګه ګوري. سربیره پر دې یاد پروګرام، زده کړه داسې یو مهم لومړیتوب ګڼي، چې د ا شخاصو او ټولنې د راتلونکي لپاره تر ټولو مهمه پانګونه ده.
همدارنګه زده کړه او د بې سوادۍ کمول د یوه باثباته، خپلواک او عصري افغانستان بنسټ جوړوي.
د یو نسکو مشرې میرمن ایرینا بوکووا د فرانسې له پاریس ښاره د ویډیو پر مټ خپله وینا کې د سواد زده کړې د پروګرام درېیم پړاو په افغانستان کې د بې سوادۍ په کمولو کې خورا مهم وباله. مېرمن بوکووا په خپلو خبرو کې « سواد د بدلون ځواک وباله» چې په خبره یې بې وزلي له منځه وړلی شي، روغتیا يي خدمتونه زیاتولای شي، د جنسیت انډول برا برولای شي او ډیموکراټیک ګډون ته پراختیا ور کولای شي.
د افغانستان لپاره د یونسکو استازي ښاغلي پاولوفونټاني د جاپان له حکومت څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د سواد ز ده کړې له درېیم پړاو او د پوهنې له وزارت سره مالي مرسته وکړه، چې دغه مهم پروګرام عملي شي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دغو کسانو سره اړیکې نیولی شئ
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو رییس محمد کبیر حقمل ۰۷۰۰۱۸۶۱۵۰
[email protected]
ایاکو ایټو، د جاپان سفارت ۰۷۰۰۲۲۴۳۲۷
جبیب الله واجد یو نسکو کابل ،۰۷۸۲۵۱۷۴۴۳
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست
(۱) : د سواد زده کړې لومړی او دویم پړاو په ۱۵ ولایتونو کې عملي شولکه: بادغیس، فاریاب، غزني،خوست، کنړ، نیمزور، نورستان، ارزګان، زابل، بدخشان،بلخ، بامیان، دایکنډي،غور او ننګرهار. د سواد زده کړې په دریم پړاو کې ،وردګ ، پکتیکا او سمنګان شامل دي .