تاند – افغان لوبغاړو په ډېره اسانۍ د آیرلنډ د دوهمې پاڼۍ په نتیجه کې ۱۴۷ منډې هدف پوره کړ. او لومړنۍ ټیست سیالي یې له آیرلنډ څخه وګټله.

دا سیالي لاندې په ژوندۍ بڼه خپره شوې وه. چې نور یې نه شئ لیدلی.

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو د لومړنۍ ټیستلوبې په لومړۍ ورځ آیرلنډ، چې پچه یې ګتلې وه، لومړی بیټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې یې ۱۷۲ منډې وکړې.

د آیرلنډ په وړاندې افغانستان پرون (جمعه) ۹۰ منډې وکړې خو یوازې یې ۲ لوبغاړي سوځېدلي وو.

د شنبې په ورځ /مارچ۱۶/ افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې 314 منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

آیرلنډ پرون خپله دوهمه یا وروستۍ پاڼۍ پیل کړه او یو لوبغاړی یې په داسې حال کې وسوځېد چې ۲۲ منډې یې کړي دي. آیرلنډ د افغانستان د ۳۱۴ منډو د پوره کولو لپاره په ۹ ویکټونو یا لوبغاړو ۱۲۰ منډو ته اړتیا لري.

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ لومړنۍ ټیسټلوبه د هند د دهرادون ښار په راجیو ګاندي لوبغالي کې روانه ده. دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دوهمه ټیسټلوبه ده. پچه آیرلنډ وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *