لیکنه : شهاب شاهین شینواری
د پښتو ژبې فلسفي شاعر، لیکوال او د شلمې پیړۍ د ازادې غوښتونکی سیاستوال خان عبدالغني خان د خان عبدالغفار خان زوی، په کال ۱۹۱۴ م کال په اشنغر کې دې فاني نړۍ ته سترګې پرانیستې.
خان غني خان د خان عبدالولي خان مشر ورور و، چې په لیوني فیلیسوف، د علم سمندر او د لیونی غني په نومونو هم مشهور وو.
په پښتو او پښتنو میئن خان عبدالغني خان به ویل: پښتون یوازې یو نژاد نه دی، په حقیقت کې یو ویښ ملت دی چې په خپل ټول قوت او طاقت سره به راپاڅیږي.
د پنجرې چغار، پانوس، د پټانس، د غني لټون، کلیات غني، پلوشې او داسې نور..
دا کتابونه څه خو د غني خان له خوا او څه هم د ځیني ادیبانو له خوا د هغه د مرګ څخه وروسته لیکل شوي دي.
خان غني خان په کال ۱۹۹۶ د مارچ ۱۵ چې له نن ورځې سره سمون خوري له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
دلته یې د شعر یوه نمونه راوړو:
په غمونو کې خندا کړه
په خندا کې غم هېر نکړې
او د ډیرو په خندا کې
چې قیمت د کم هېر نکړې
د وصال په لمغرو کې
د فراق ستم هېر نکړې
دا چې دی سترګو ته خاندې
ددې سترګو غم هېر نکړې
د الله الله په شور کې
چې صنم صنم هېر نکړې