تاند- د افغانستان د ملي امنیت د ریاست چارواکي وايي چې د سې شنبې په سهار یې د کابل ښار په یوه جومات کې دوه پاکستانیان په داسي حال کې ووژل چې غوښتل یې پر شیعه لمونځ کوونکو ډزې وکړي.

د ملي امنیت د ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: «شاوخوا د سهار پنخه بجې وې چې د افغان پولیسو په یونیفورم کې دوو پاکستاني ترهګرو، چې کلاشینکوفونه او تمانچې ورسره وې، هڅه وکړه چې د کابل په لوېدیځ کې پر لمونځ کوونکیو برید وکړي.»

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي:«له نېکه مرغه دواړه ترهګر د افغانستان د ملي امنیت د ځواکونو په ډزو ووژل شول.»

ملي امنیت وايي چې د دواړو خواوو د ډزو په تبادله کې درې افغان لمونځ کوونکي د پاکستاني ترهګرو په ډزو ژوبل شول او ژر روغتون ته ورسول شول.

د سپاه صحابه او لشکر جنګوي ډلې، چې په جګړه کې د افغان طالبانو ملاتړ کوي، له کلونو راهیسي په پاکستان کې پر شیعه مسلمانانو حملې کوي او په وروستیو کې دغو دوو ډلو هڅه کړې چې له پاکستانه مذهبي جګړه افغانستان ته صادره کړي.

One thought on “ملي امنیت د کابل په یوه جومات کې پاکستاني ترهګر تر حملې مخکې ووژل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *