تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف وايي چې د افغانستان په اړه هرراز پرېکړه باید افغانان وکړي.
ښاغلي ظریف دا خبره د شنبې په ورځ (مارچ ۱۶) د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا له ريیس او د ولسمشر له استازي عمر داوودزي سره په کتنه کې وکړه.
د تهران ټایمز د راپور له مخې، ښاغلي ظریف همداراز وویل«موږ تل باور لرو چې افغانان باید په ټولو برخو کې وروستۍ خبره وکړي، او له همدې کبله د افغانستان حکومت د خپل هیواد د خلکو استازی او تصمیم نیوونکی دی.»
ایران په تېرو کلونو کې له دې سره سره چې له طالبانو سره عقیدوي او ستراتیژیک اختلافات لري له امریکا سره د مخالفت له کبله عملاً د افغان طالبانو ملاتړ کړی دی خو اوس داسې احساسوي چې امریکا له طالبانو سره نژدې شوې نو خپل دریځ یو واربیا بدلوي.
ظریف له ښاغلي داوودزي سره په کتنه کې ویل چې هیواد یې تل په افغانستان کې د سولې ملاتړ کړی دی.
د تهران ټایمز د راپور له مخې، داوودزي هم وویل چې د افغانستان په اړه د ایران دریځ مثبت دی.
داوودزي وویل چې د افغانستان د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.