تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /یکشنبه/ متحده عربي امارات ته لاړ چې د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د تفاهم ۶ موافقې لاسلیک کړي.
ولسمشر غني به د ابوظبي له امیر او د متحده عربي اماراتو له ولیعهد او د وسله وال ځواک له سرقوماندان محمد بن زاید النهیان سره وویني.
راپورونه وايي چې له ولسمشر غني سره د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، چې واشنګټن ته تللی و، یوځای شوی دی.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه هېوادونه به د ګډې اعلامیې پر خپرولو سربېره د ولسمشر محمداشرف غني او د ابوظبۍ د امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان په حضور کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسوولان د کلتور، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ شپږ تفاهمنامې لاسلیک کړي.