تاند- د افغانستان امنیتي چارواکي هغه راپورونه ردوي چې پر اساس یې ادعا شوې وه چې امنیتي ځواکونو په کابل کې ملاعبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ وویل، امنیتي ځواکونو د ملاضعیف کور محاصره کړی نه دی بلکې امنیتي ځواکونه استول شوی چې د مځکو یو غاصب (طوطي) ونیسي.
په خپله ملا عبدالسلام ضعیف هم ادعا کړې وه چې پولیس یې د کور شاوخوا ته ځای پر ځای شوي دي.
خو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ملا عبدالسلام ضعیف کور هم په هغه ځای کې دی چې د مځکو د غاصب (طوطي) کور دی.
دا وزارت وايي چې پولیس هڅه کوي طوطی ونیسي نه ضعیف.
هههههه د ملا طوطي نوم مې اوس واورېد، که غاصبانو پسې راوتلي یی، ولې دومره لرې ځئ؟ ملا طوطيانو ملا میناګانو ته په لار دا اوزګوړ ږیری ملا تررررر خیل نه وینی؟ امان الله ګذر هم نه وینی؟ دا د ابوسیاف یو نیم ګز ګیره هم درته نه ښکاري؟ قدرت ویرې مو سترګو لید دومره خراب کړی چې په هرچا خوله لګوئ؟ هههههه
یره چې ۴۸ ساعته قدرت مې لاس ته راغلی وای تاسو به لیدلي وای چې زه له جنګسالارانو، غلو او غاصبانو سره څه کوم. بس دا دعا کوئ چې خدای دې قدرت نه راکوي که نه سخت ورانی به وکړم.
احمده وروره! داچي نیت دی پاک او زړه دی د بدو کسانو په وړاندی د کرکی څخه ډک دی دا خپله یوه نړۍ ښکلې شتمنی او ثواب دی بناً د همدې سپېڅلی زړه په درلودنه اکتفا وکه
قدرت مه غواړه ، قدرت د هندواڼو پلاس جوړ سوی غیر علمی شرابو غوندی دی چي په نشه کی نشه لری او د سکتې احتمال ئې هم قوی دی