لکه څنګه د هر وخت منطق وي، دغسې هر یو خپل دلیل کره ګڼي ـ یو شمېر په دې اند دي که ټاکنې وځنډېږي، یا له سره ونشي، هېواد به د یوه نوي کړکېچ کومي ته ولوېږي، ځینې بیا ټاکنې ناشونې ګوري، چې د امنیتي ربړو له امله رڼې ټاکنې نشي ترسره کېدای، چې رڼې ټاکنې نشي کېدای، ښه داده چې ګرد سره ونشي…

یو شمېر بیا د ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ مودې پر غزولو ټینګار کوي، چې دی له ټولو وړ ولسمشر پېژني، که نه خبره نوره هم شړېدای شي، ځکه خو په غونډو، لاریونونو  بوخت دي او خپل کمپاین یې تر یو شمېر ولایتونو غزولی دی.

یوه شنونکي د کندهاریانو په وینا نادره بابلده دا وکړه، چې له تلویزیون یې پر خلکو ټاکنو کې د برخې نه اخیستو غږ وکړ. په دې ټکو چې د خدای روی ته وګورﺉ رایې ورنکړﺉ، که نه ټوله پړه به ستاسې پر غاړه وي، چې ده ټاکنې وار له مخه جعلي، نمایشي او تقلبي اعلان کړې. …

نوې خبره دا چې لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي دې پوځي حکومت اعلان کړي ـ مارشالا دې ولګوي…

سید شکر الدین آغا د ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ مودې غزولو خبره سمه ګڼي، خو دې ته خپل منطق او دلیل وړاندې کوي…

دده منطق دا نه دی، چې له ښاغلي کرزي وړ نوماند نه ګوري، ګویا قحط الرجال دی…

منطق دادی چې له تېرو دوولسو کالو چې کوم ګند راټول شوی هغه بل څوک نشي لېرې کولای. تر هغې چې پر ښاغلي کرزي دا ګند پاک نکړو، نشي راڅخه خلاصېدای ـ که اسمان ته الوزي تر پښو یې رانیسو، که پر ځمکه ننوځي له ویښتو ـ خو څرنګه چې له ویښتو خلاص دی ـ دې ته به کومه بله لار لټوو…

له همدې ځایه دا اړینه ده چې ښاغلی کرزی پر دغه چوکۍ میخ کړای شي ـ د آغا صاحب په وینا له بد پیر سره بد مذهب جوړېږي ـ تیږه په تیږه ماتېږي ـ دا غر دا کربوړی…

له امریکا سره ولسمشر کرزی جوړېږي ـ امریکا ته طالبانو نه، ښاغلي کرزي د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، لکه ملګرو چې شوروي اتحاد مات کړ، خو غاړه مجاهدینو لکه وړه…

که څه هم د آغا صاحب له مبارکې خولې د ګند پر ځای بل ټکی ووت، خو په ولا حول یې سملاسي هغه په ګند ترمیم کړ. د آغا صاحب په اند د ولسمشرۍ ټاکنو ته باید له سره څوک ونه درېږي، چې مرستې وې، ډالر و، ناټو او ایساف و، کرزي خوړه، چې میدان سپېره شو پښې باسي…. نشي راڅخه خلاصېدای…

د آغا صاحب په خبره که د اولی الامر سر د مچ په کچه وي اطاعت یې پر خلکو واجب دی. د مچ بېلګه ددې لپاره نه چې د مغزو کمښت یې را اخیستل شوی ـ د مچ اهمیت ساینس او دین دواړو په ګوتو کړی.

دین په دغه بڼه چې که مچ د خوړو او څښاک لوښي کې ولوېږي ـ باید پکې غوټه کړای شي، چې یوه وزر کې یې زهر بل کې دارو دي… مانا مچ د خیر او شر دواړو ظرفیت او استعداد لرلی شي.

ساینس وایي، د مچ سترګې زرګونه عدسیې لري، له هرې زاویې لیدای شي، لکه څرنګه چې کیني کبر په هر لوري مخ، څټ، ښي، کین اړخ تللی شي، مچ هم له هرې خوا بېله دې چې مخ واړوي د لیدو وړتیا لرلی شي، ځکه خو د مچ نړۍ لید خورا پراخ ګڼل شوی…

مرحوم اشفاق احمد خان کاږي: … له لومړني ښوونځي د ښار کالج ته په داخلېدا رخصتیو کې کلي ته له دې هیلې سره ولاړم چې پر کلیوالو د خپلې پوهې او معلوماتو رعب وغورځوم…

د کلي موچي سره په کیناستو مې ورته کړه: اله دین چاچا! ته پوهېږې د مچ سترګې څومره تېز ځیر او د لید قوت لري، څومره عدسیې یې سترګو کې دي…؟

ده وویل: څه مچ وي، څه به یې سترګې…؟

ما ورته وکړه: زرګونه عدسیې…

ده سړه را پرې کړه: له دې دومره تېز ځیر او ستا په وینا عدسیو سره بیا هم په غولو ناست وي…

د اله دین موچي په منطق کې څومره وزن دی… اشفاق احمد خان تر مرګه نشوای هېرولای…

2 thoughts on “د وخت منطق/ شهرت ننګیال”
  1. ښاغلی او دروند ننګیال ته سلامونه ! شاید دآغاصاحب موخه به مرداری ووپه هر صورت باید پاک یې کړی را نه ،نه خلاصیږی ،بیا مو هم په قلم برکت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *