پیمانو کي یې د سترګـو، نصوحا تـوبـه ماتیږي

تــه بــه ووینې زاهـده چـي نن بیا تـوبـه ماتیږي

مړو کتو په وربللو، به طلاق حـورو ته ورکړم
په سوګند مي تکل کړی، په والله تـــوبـه ماتیږي  

نوزادي

 دا تابلو په ۱۹ پيړۍ کی د وتلي روسي انځورګر ایوان کرامسکوۍ ډیر مشهور شهکار دی. انځورګر له ډیرو غوښتنو سره سره د ژوند تر پایه دا راز څرګند نکړ چي دا د ده په ګوتو کښل سوې نجلی څوک ده. نه د ده په لیکونو او نه هم په یاداښتونو کي د دې میرمنې یا نجلۍ په اړه کومه یادونه تر سترګو سوې ده.

د دې تابلو تر نقاشۍ یوازي څو کاله وړاندې د «انا کارینینه» په نامه د وتلي روسي لیکوال لیو تولستوۍ مشهور ناول له چاپه ووت. کله چي دغه تابلو نقاشي سوه، داسي اوازه خپره وه چي ګویا کرامسکوۍ په نوموړي ناول کې په دې نامه قهرمان ترسیم کړی دی. ځیني څیړونکي داسی فکر کوي چی ښایي دا به د « ایدیوت» په نامه د د وتلي روسي لیکوال ف. دستایوفسکي د ناول (ناستاسیا فیلیپوونا) انځور وي. ډیرۍ څیړونکي باور لري چی دا انځور یوازې هنري څیره نه، بلکې رښتینې څیره ده. د نقاشي سوې نجلۍ د څیرېورته والي ځینو څیړونکو ته دا فکر پیدا کړی چي دا د (ماترینا ساویښنا) په نامه هغه د بزګرې کورني کلیواله نجلۍ ده چې د (بیستوږیف) په نامه یې د یوه اشرافي درباري سره واده وکړ. ځیني بیا د نجلۍ د سرو کړو شونډو او له مود سره سمو قیمتي جامو له مخې فکر کوي چي په دې انځورګر په دې انځور یوازي د ټولني طبقاتي حالت ښودلی دی.

روسي انځورګر ایوان کرامسکوۍ

داسی یوه نظریه هم وړاندي سوې ده چی په دې تابلو کي کرامسکوۍ خپله لور سوفیا کرامسکایا انځور کړیې ده. د دېغي نظریې بنسټ پر دې خبره پروت دی چي انځورګر « نجلۍ د پیشو سره » په نامه تابلو کي د خپلي لور انځور کښلی دی او هلته د هغې سترګې د دې تابلو د نجلۍ سره تر لویه بریده ورته والی لري. ایګور ابولینسکي په ټینګار سره وایي چی په تابلو کي دا میرمن د ګرجستان د شاهي کورنۍ یوه ملکه ده چي بیحده ښکلي وه او د کورني ناخوالو له مخي یې ځان وژنه وکړه. دی وایي چی کرامسکوی د هغې و ښکلا ته هیښ پاته وو او د تراژیدي ژوند نه یې اغیزمن سوی وو. ځکه یې نو په دغي تابلو کي هغه انځور کړې ده. ځینو ماهرانو بیا نورې فرضیې هم وړاندی کړي دي ، خو د ښکلو سترګو والا نجلۍ د پیژند پاڼي اصلي راز لا پټ پاته دی.

(له روسي انترنیټي سرچینو څخه ) ــ  ۱۷ / ۳ / ۲۰۱۹ ــ ډنمارک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *