غیرمسوول وسله وال

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې امنیتی اورګانونو ته یې امر کړی چې په پلازمېنه کابل کې ټول غیرمسوول وسله وال بې وسلې کړي.

افغان سوداګر وسله والې حملې او اختطافونه د غیرمسوولو وسله والو کار بولي او وايي چې د دغو کسانو له لوري ناامني او نه مصونیت سبب شوی چې د خپلې کورنۍ غړي او حتي په ډېرو مواردو کې خپلې پانګې عربي هیوادونو او یا ترکیې ته ولېږدوي.

وړمه ورځ د کابل صرافانو د یوې ماشومې (مهسا) د تښتول کېدو او بې رحمانه وژل کېدو په اعتراض کې اعتصاب وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د داسې پښېو مخه ونیسي.

صرافان وايي چې په تېرو ۳ میاشتو کې نژدې ۱۰ تنه صرافان برمته شوي او بیا وژل شوي دي.

ویل کېږي چې اکثره برمته ګر د زورواکانو کسان دي.

برمته ګر عموماً په لکونو ډالر غواړي او چې پیسې ورنه کړل شي برمته شوی کس وژني.

ولسمشر غني پرون /یکشنبه/ په اماراتو کې له افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په خپل هیواد کې د پانګونې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او پانګونه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د وسلو ټول جوازونه (لایسنسونه) ناچله دي او د وسلو لرونکي دې خپلې وسلې دې وزارت ته تسلیم کړي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د ولسمشر وینا:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *