تاند- یو نوی یو ایس بي (USB) جوړېږي چې سرعت به یې په ثانیه کې ۴۰ ګیګابایټه وي.

څېړونکي وايي چې یو ایس بي ۴ یې جوړ کړی چې له هغه څخه کار اخیستل به سرعت دوه برابره زیات کړي.

یو ایس بي ۳.۲، چې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې په پراخه پیمانه ورڅخه کار اخیستل کېده، په پیل کې دې یو ایس بي په هره ثانیه کې ۵ ګېګابایټه مډاتا یا معلومات انتقالولی شوای، وروسته په ثانیه کې ۱۰ ګېګابایټه ته زیات شو او بالاخره په ثانیه کې یې سرعت ۲۰ ګېګابایټو ته لوړ شو.

د یو ایس بي ۴ ستندرډ جوړوونکي وايي، له دې ستندرد څخه په استفادې د ډاتا د انتقالولو سرعت په ثانیه کې ۴۰ مېګاباټو ته زیاتېدای شي.

ګومان کېږي چې دا یو ایس بي به تر ۲۰۲۰ پورې بازار ته راووځي.

ځواب دلته پرېږدئ