د انتخاباتو خپلواک کمیسون

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ انتخابات یې څه باندې ۲ میاشتې نور وځنډېدل.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ولسمشرۍ انتخابات به، چې ټاکل شوې وه د سرطان په ۲۹ نېټه وشي، د میزان په شپږمه ترسره شي.

تر دې مخکې هم د ولسمشرۍ انتخابات د حمل د ۳۱ پر ځای د سرطان ۲۹ نېټې ته ځنډول شوي وو.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، چې غړي یې په وروستیو ورځو کې کار پیل کړی، وايي چې د سرطان په ۲۹ یې انتخاباتو ته تیاري نه شوای نیولی ځکه چې لږ وخت ورته پاتې دی او د دوی تیارۍ بشپړېدای نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمیسیونونو تراوسه پورې د ولسي ��رګې د وروستیو انتخاباتو ټولې پایلې لا اعلان کړي نه دي.

One thought on “د ولسمشرۍ انتخابات څو میاشتې نور وځنډول شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *