تاند- د وروستیو راپورونو له مخې، د کابل په جمال مېنه کې د نن ورځې په پېښو کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.
د دې پښو د حرنګوالي په اړه لا هم دقیق معلومات نشته، د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا چاودنې د مخکې تر مخکې اېښودل شویو بمونو په نتیجه کې شوي خو دفاع وزارت وايي چې له لېرې پر سیمه راکټونه لګېدلي دي.
دا پېښه په داسې حال کې وشوه چې سلګونه تنه په جمال مېنه کې د سخي زیارت په شاوخوا کې د نوي لمریز کال د لمانځلو لپاره راټول شوي وو.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې بریدونو کې ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.
تراوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې بریدونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په کابل کې د امریکا سفارت درې ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و چې استخباراتي معلومات ښيي چې د نوي کال په لومړۍ ورځ په کابل او نورو لویو ښارونو کې د تروریستي حملو خطر شته.