دغه ټکی په میدان وردګو ولایت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون استازي د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ په جوړه شوې امنیتي غونډه کې وکړ او زیاته یې کړه په میدان وردګو ولایت کې هر ورځ تر دوه سوه پنځوس تنو پورې د رایې ورکونې کارتونه اخلي .

د دغه چارواکې د معلوماتو له مخې په لومړیو کې دغه پروسه ډېره کمزورې روانه وه،خو اوس مهال په چټکۍ سره پر مخ ځي،چې تر دا مهال د پنځه زره پنځه سوه میرمنو په ګډون نولس زره تنو د رایې ورکونې کارتونه اخیستي .

ده همدا راز د دغه ولایت په درې ولسوالیو ( دایمیرداد،جغتو او نرخ) کې له دې امله اندېښنه څرګنده کړه،چې خلک د رایې ورکونې کارتونو اخیستو ته په ښه توګه نه راځې،خو په وینا د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د دوی د کارکوونکو او د نوم لیکنې د سیمو امنیت په بشپړ ډول نیول شوی او تر دا مهاله له کومې امنیتي ستونزې سره ندي مخ شوې .

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: د هر افغان دنده ده،چې د ټولټاکنو په ښه ترسره کېدو کې ونډه واخلي،ده زیاته کړه،که څه هم د دغه ولایت د نورو ولسوالیو د قومي مشرانو په ګډون د یادو درې ولسوالیو مشرانو هم ژمنه ورسره کړې وه،چې د کارتونو اخیستلو لپاره به خلک رابلي او په دغه برخه کې به بشپړه همکاري کوي،خو یو ځل بیا به هم له دغه مشرانو سره د دغه ستونزې د حل په موخه خبرې اتري وکړي .

په همدې حال کې د میدان وردګو والي د امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه،چې په وروستیو کې پخپلو چټکو فعالیتونو سره په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ته تر ډېره حده مثبت بدلون ورکړی دی .

ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي همدا راز د محافظت عامه له مسؤلینو هم مننه وکړه،چې خپل اکمالاتي قطارونه د همغږۍ له مرکز سره په تفاهم له دغه ولایت څخه لیږدوي،چې له امله یې په تېره میاشت کې د اکمالاتي قطارونو په وړاندې هیڅ پېښه نده رامنځته شوې .

په درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

2 thoughts on “په وردک کې نولس زره کسانو د رایې ورکونې کارتونه اخیستې”
  1. دا کومی خبری چی پاس ولی صاحب مجیدخان کړی دی زه خپله دسترګو لیدلی حال درته وایم چی قسم په خدای که یو کس هم په ولسوالیو کی کارت اخستی وی یا اماده رایی ورکولو ته یی داهسی درواغ دی له ځانه یی ټولی خبری کړی دی نه وایم په میدان ښآر مرکز کی یو څو امنیتی ځواکونو که کارت اخستی وی نور هیچا هم ندی اخستی دا خوشی تبلیغ او درواغ دی والی صاحب هیله کوو چی داسی ښکروری خبری ونکړی ځکه چی دا دافغانستان ملت سره ستره جفاء ده

    1. سروري صاحب ویاند هم نه دي ویلي چې نولس لکو کسانو کارتونه اخیستي، ویلي یې دي چې ۱۹ زرو کسانو کارتونه اخیستي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *