افغانستان ۱۸ (PC-12 NG) د کشف الوتکې لري. د افغانستان الوتکې د الوتنې د تفتیش وړتیا لري، د امبولانس په توګه کارېدلای شي، له هوا څخه د کشف لپاره انځورونه اخیستلای شي، له هوا څخه هر ډول څارنه کولای شي، له هوا څخه د دوېمې دروازې له لارې توکي او سپرلۍ په پراشوټ کې غورزوالای شي، د نیمه نظامي الوتکې په توګه په نظامې ځانګړي ماموریت کې کارېدلای شي. په هر ډول هواره ځمکه ناسته او له هر ډول هوارې ځمکې الوتنه کولای شي.
د ټوربو پروپ یوه ماشین لرونکې د کشف، ټرانسپورټ او سپرلۍ الوتکه ده چې د سوېزرلنډ (Pilatus Aircraft) شرکت طرحه کړې او جوړه کړې، کارونه یې سوداګر او سیمه ایزې هوایي کرښې کوي له دې پرته د کشف او نورو موخو لپاره هم کاریږي. کومې الوتکې چې د متحده ایالتونو هوایي ځواک کاروي د ډول نوم یې (U-28A) ده.
جوړونکی شرکت یې (Pilatus Aircraft) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۱ کال د مې میاشت په ۳۱ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۹۴ کال کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (PlaneSense, Royal Flying Doctor Service of Australia and United States Air Force) دي، د ۲۰۱۷ تر جون میاشتې پورې ټولې ۱۵۰۰ الوتکې تولید شوې وې او په ۲۰۱۸ کال کې د یوې الوتکې ارزښت ۴۹۶۳۴۰۰ امریکایي ډالر وو.
پیلوټان : یو یا دوه او له ۶ تر ۹ پورې د سپرلۍ لپاره چوکۍ لري
اوږدوالی : ۱۴.۴۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۶.۲۸متره
لوړوالی : ۴.۲۶ متره
د وزرو سطحه : ۲۵.۸۱ متر مربع
پاورپلنټ Pratt & Whitney Canada PT6A-67P turboprop, 1,200 shp (895 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۲۸ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۹۲۰ فټه
د وزرو د بار کچه : په مترمربع کې ۱۸۳.۶ کیلو ګرامه
د تیلو مصرف : په یوه ساعت کې ۲۵۰ لیتره چې په دې کې د الوتنې، ناستې او په هوا کې سرعت هم شامل دي
برېښنایي سیستم
Honeywell Primus Apex
مختلف ډولونه لري
PC-12/47E
په ۲۰۰۸ کال کې تصدیق شوی ډول ده په دې الوتکو کې برېښنایي سیستم اضافه شوی، ماشین یې (Pratt & Whitney Canada PT6A-67P engine) وو سوداګریز نوم یې (PC-12 NG Next Generation) ده.
PC-12M Spectre
د ځانګړي ماموریت لپاره الوتکې دي چې په متحده ایالتونو کې کاریږي او د (eagle) په نامه یادیږي
U-28A
د متحده ایالتونو نظامي الوتکه ده
PC-12/41
لمړنۍ الوتکه وه کومه چې په ۱۹۹۴ کال کې تصدیق شوه او ( Pratt & Whitney Canada PT6A-67B engine) ماشین پکې نصب وو او د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن یې تر ۴۱۰۰ کیلو ګرامه پورې وو
PC-12/45
په ۱۹۹۶ کال کې تصدیق شوی د تولید ډول ده، ماشین یې (Pratt & Whitney Canada PT6A-67B engine) وو او د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن یې ۴۵۰۰ کیلو ګرامه وو
PC-12/47
په ۲۰۰۵ کال کې تصدیق شوی ډول ده، ماشین یې (Pratt & Whitney Canada PT6A-67B engine) او د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن یې ۴۷۴۰ کیلو ګرامه وو



