تاند- په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې په افغانستان کې د دې ماموریت دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
غوڅ ملاتړ ماموریت، په خپله خبرپاڼه کې، چې نن (جمعه) یې خپره کړې ده، نه دي ویلي چې دا دوه امریکايي پوځیان د افغانستان په کومه سیمه کې وژل شوي دي.
په افغانستان کې امریکايي پوځیان له یو شمېر هوايي حملو پرته په جنګي ماموریت کې ګډون نه کوي. دا ځواکونه افغان امنیتي ځواکونه روزي.
د دغو دوو امریکايي پوځیانو له وژل کېدو سره په افغانستان کې سږ کال (۲۰۱۹) د امریکايي پوځیانو تلفات ۴ ته رسېږي.