تاند- د امریکا یوه جګپوړي پوځي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل، ناټو پوځیان د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ترانتخاباتو مخکې یوه خونړي ژمي ته تیاري نیسي.
له بروکسل څخه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې دغه امریکايي پوځي چارواکي اټکل وکړ چې په دې موده کې به، چې قاعدتاً د جګړې د سړېدو وخت دی، لویې حملې وشي او پر یو شمېر سیاستوالو به خونړي بریدونه وشي.
د ناټو دغه امریکايي پوځي چارواکي همداراز وویل: له دې خونړۍ مودې سره په یووخت د ناټو او امریکا پوځیان هم له افغانستانه وتل پیلوي.
ده په عین حال کې وویل چې دوی ډاډه دي چې افغان سیاستوال او مشران به له ۲۰۱۴ وروسته د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو په اړه امنیتي موافقه تایید کړي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن پرون وویل؛ افغان ځواکونو اوس مخکښ رول لوبوي او زړورتیا، ډاډ او اوچت ظرفیت څرګندوي.
ناټو په افغانستان کې د خپل راتلونکي ماموریت لپاره تیاری نیسي؛ چې هغه د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د بهرنیو محاربو عسکرو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ دی.
خو د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي توافق په شمول باید یو لړ ګامونه اوچت شي. دغه راز یو بل توافق هم باید وشي چې؛ په افغانستان کې د ناټو راتلونکی رول وټاکي.
ناټو وايي، که دغه قانوني چوکاټ برابر نه شي؛ نو دوی خپل نوي ځواکونه په افغانستان کې نه شي ځای پرځای کولای.
د ناټو عمومی منشي ډاډ څرګند کړ چې؛ دغه توافقات به لاس لیک شي.