اوسنۍ نوم یې (Leonardo SF-260) ده. د ایټالیا سپکې الوتکې دي کومې چې د پوځي روزنې او هوا کې د اکروباتیکو الوتنو لپاره پلورل کیږي. جوړونکی شرکتونه یې (SIAI-Marchetti, Aermacchi, Alenia Aermacchi, Leonardo S.p.A.) دي، طرحه کوونکی یې (Stelio Frati) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۶۴ کال د جولای په ۱۵ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۶۶ کال په اپرېل کې پیل شوې او تر اوسه کارول کیږي. اساسي کارونکي یې (Italian Air Force, Turkish Air Force, Mexican Air Force and Philippine Air Force) دي، په ۲۰۰۵ کال کې تر ۸۷۰ زیاتې تولید شوې وې، په ۱۹۸۴ کې د یوې الوتکې ارزښت ۱۸۵۰۰۰ ډالر وو. د بلجیم، بورکینو فاسو، بوروندي، چاډ، کوموروس، اېتوپیا، اندونیزیا، ایټالیا، لیبیا، موریتانیا، مکسیکو، مراکش، فلپاین، تونس، ترکې، یوګاندا، یوروګوې، وېنزوېلا، زامبیا، زمبابوې، بولیویا، بورني، برما، هایتي، ایرلنډ، نیکاراګوا، روحیدیسیا، سنګاپور، سومالیا، سریلانکا، تایلنډ او متحده عرب امارات هوایي ځواکونو هم پېرلي.
 
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۷.۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۸.۳۵ متره
لوړوالی :۲.۴۱ متره
د وزرو سطحه : ۱۰.۱ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۷۶۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۱۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Lycoming O-540-E4A5, 195 kW (260 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۴۱ کیلو متره
اسلحه : د وزرو لاندې د وسلې نښلونې دوه برخې لري او هره یوه کې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه وزن انتقالول امکان لري
SF260s (12573872633)
SF260s (12573872633) By Rob Schleiffert
SLAF SIAI-Marchetti
SLAF SIAI-Marchetti By Pasanm79

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *