تاند- په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل: په دې هیواد کې د امریکا په مالي مرسته د یوه روغتون پروژې ته یو ګېلن تېل په پنځه سوه ډالره حساب کړای شوي حال دا چې په بازار کې یې بیه پنځه ډالره ده.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرپلټونکي دفتر یا سیګار په دې پروژه کې د پیسو د ضایع کېدو د یادونې تر څنګ وویل چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سل بستري روغتون کار تر ټاکلي مودې ۲۳ میاشتې شاته پاتې دی.
سیګار د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره یا یو ایس آی ډي، چې په دې پروژه کې شریکه ده، په دې تورنه کړې پر دې پروژې د هغې نه کنټرول سبب شوی چې پنځه لکه اووه زره ډالر ضایع شي.
دا پروژه د مهاجرت د نړیوالې موسسې یا آی او ایم له لوري اجرا کېږي.
د سیګار په راپور کې راغلي: د (آی او ایم) قراردادیانو د شپږ سوه ګېلن تېلو لپاره درې لکه ډالر ورکړي دي. د آی او ایم له اټکل سره سم په بازار کې د ډېزلو بیه باید له پنځو ډالرو زیاته نه وي.
سربېره پر دې د سیګار په راپور کې ویل شوي چې آی او ایم د تودوښې د درجې یو اتومات کنټرولوونکی په دوه لکه شل زره امریکايي ډالره رانیولی حال دا چې اصلي بیه یې د دوو زرو او لسو زرو ډالرو ترمنځ ده.
سیګار همداراز لیکلي: آی او ایم د دغو لګښتونو هیڅ سند نه دی وړاندې کړی.
له بلې خوا د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره یا یو ایس آی ډي بې له دې چې د دې خورا زیات مصرف په اړه معلومات ترلاسه کړي، آی او ایم ته پیسې ورکړي دي.
سیګار چې په وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا د مرستو په پیسو کې پر له پسې درغلۍ افشا کوي، له یو ایس آی ډي څخه غوښتي چې دا پیسې له آی او ایم څخه بېرته واخلي.
په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د لګښتونو د سرمفتش اداره همداراز وايي، یو ایس آی ډي ژمنه کړې چې په دې اړه څېړنې کوي.
په افغانستان کې د آی او ایم د څانګې رييس ریچارډ دانسیګر ، تر خپل اصلي ارزښت د زیاتو پیسو ورکړه ردوي او تمه لري چې سیګار به پر دوی خپل تورونه بېرته واخلي.
دانسیګر فرانس پریس ته ویلي، له سیګار سره به په دې برخه کې همکاري وکړي او ډاډه دی چې ټولې ادعاوې به بې اساسه ثباتې شي.
دانسي ګر د روغتون د جوړېدو په کار کې د ځنډ علت په ګردېز کې ناامني یاده کړه.
سیګار د جولای په میاشت کې پر یو ایس آی ډي د افغانستان د سیمه ییزو حکومتونو د پیاوړتیا د پروګرام په خاطر انتقاد کړی و چې پنځوس ملیون ډالره پرې ولګول شول خو پروګرام ناکام و.
پر دې سربېره د افغانستان لپاره د الوتکو په رانیولو ۷۷۱ ملیون ډالر لګول شوي او دا پروژه په دې خاطر له خطر سره مخامخ ده چې له دغو الوتکو څخه د استفادې لپاره بېسوادان استخدام شوي دي.
First thanks Taand for raising this issue, I personally witness the building, it is partly done and then abandoned by the compnay when the roof of the building collapsed before it is handed over to Afghan military. The reason provided by IOM chief is ridiculous because Gardez is having very good security situation and anyone can implement projects with no major problem.
دا د امریکا د مرستو حال دی. هر [یرته هغه کارونه کوي چې د دوی لپاره ضرور بریښي خو د افغانانو ضرورت ته نه ګوري. پدې دومره اوږده موده کې یې نه یو د برق بند جوړ کړ او نه د اوبو لګولو یو بند چې د ولسونو کتلو ته یې ګټه رسیدلی وای