Alexander Braun
د مې په ۱۰ نېټه، کال ۱۸۰۵، کې زېږېدلی او د مارچه په ۲۹ نېټه، کال ۱۸۷۷، کې مړ شوی. برون د جرمني ګیاه پوه وو او د بوټو د مورفولوجۍ په اړه یې څېړنې کړي.
ګیاه پوهنه یې په پاریس او مونيش کې لوستې له ۱۸۳۳ تر ۱۸۴۶ پورې یې په (Polytechnic School of Karlsruhe) کې د بوټپوهنې استاد وو. وروسته یې په نورو پوهنتونونو کې هم دنده ترسره کړې او په بیرلاین کې د ګیاه پېژندنې د بڼ ریس پاتې شوی. په کال ۱۸۵۲ کې د ( Royal Swedish Academy of Sciences) بهرنی غړی وټاکل شو. تر ټولو نامتو چاره یې د حجرې تیوري (cell theory) ده.