Arthur Young
د سپټمبر په ۱۱ نېټه، کال ۱۷۴۱، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د اپرېل په ۲۰ نېټه، کال ۱۸۲۰ په لندن کې مړ شوی. د اقتصاد، زراعت او سیاست لیکوال وو. د زراعت په اړه یې خورا زېاتې لیکنې کړي د دې ترڅنګ یې فرانسې ته سفرونه (Travels in France) کتاب هم لیکلی. په دې کتاب کې یې د فرانسې په انقلاب ډېره روښانتیا اچولې او هغه حالات یې تشرېح کړي چې انقلاب رامنځته کړي وو.
د ینګ پلار په کال ۱۷۵۹ کې مړ شو او مور یې د کورنۍ ټوله شتمنۍ د ینګ لاس کې ورکړه. کورنۍ یې کمه شتمنۍ لرله او پوروړې هم وه. په کال ۱۷۶۷ کې یې په اېسېکس کې خپل فارم جوړ کړ. په خپل فارم کې یې تجربې پېل کړې او خپلې تجربې یې د (A Course of Experimental Agriculture 1770) په نامه کتاب کې خپرې کړې. لمړۍ تجربې یې بریالۍ نه وې او له همدې امله یې د کرنې په اړه مطالعه پېل کړه. د کرنې په اړه د زده کړو لپاره یې ټول انګلستان او وېلز ته سفرونه پېل کړل کومه تجربه یې چې په کتابونو کې لیکلې او کتابونه یې په کال ۱۷۶۸ او ۱۷۷۰ کې خپاره شوي چې له دې کتابونو څخه یو د سوېل په ښارونو کې د شپږو اوونیو سفر (A Six Weeks Tour Through the Southern Counties of England and Wales) ده. زېات شمېر کتابونه یې په اروپایي ژبو کې هم ژباړل شوي.