Backing
په اور او وچې تودوخې د پخولو بهیر ته وایي په ځانګړې توګه په تنور کې له هر ډول اوړو یو څه پخول. ممکن د پخولو تر ټولو زړه طریقه وي. تنور کې د هر ډول غلې له اوړو څخه مختلف توکي پخیږي چې د نړۍ په هره سیمه کې توپیر لري خو له ماقبل تاریخ څخه تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې وچه ډوډۍ پخول عام دي مګر د هرې سیمې خلک یې په مختلفه طریقه پخوي.
د پخوانیو انسانانو وخت کې د غلې دانه یا وېشول کېده او یا هم په غوړو کې سره کېده خو وروسته له غلې اوړه جوړول او بیا اوبو کې لندول دود شوو. پخوا وخت کې تبخي نه وو او د ډوډۍ پخولو لپاره هوارې ډبرې کارېدې. له پخوانیو هوارو ډوډۍ ګانو تر ټولو نامتو د هند چپاتي او د مکسیکو ټورټیلا ډوډۍ دي. د وخت له تېرېدو سره د پخونې بهیر عصري شو او پخولو کې معطره کوونکي توکي، د ډبلې ډوډۍ پخونه او عصري برېښنایي تنورونه جوړ شول.